افغانستان

پاکستانۍ رسنۍ: د چمن پوله له چاودنې وروسته وتړل شوه او انټرنېټ پرې شو

Chaman border crossing. Archive photo.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې له مرګونې چاودنې وروسته د چمن تګ راتګ لاره په بشپړ ډول تړل شوې او د چمن ښار او شاوخوا سیمو کې د انټرنېټ خدمتونه هم پرې شوي دي.

د چمن مدني روغتون ډاکټرانو د جمعې په ورځ تایید کړه چې د دې پېښې د قربانیانو شمېر شپږو تنو ته رسېدلی دی.

د هغوی په وینا، یو ټپي د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

یاده چاودنه د ټکسي‌ تم ځای ته نژدې د کډوالو په کمپ کې شوې ده؛ هغه ځای چې د مسافرو او سیمه‌ییزو خلکو د پرله‌پسې تګ راتګ له امله تل ګڼ او ډک وي.

د پولیسو سرچینو ایکسپرس ټریبیون ته ویلي چې دا پېښه یوه «انتحاري چاودنه» وه چې په لومړیو شېبو کې یې لږ تر لږه د پنځو کسانو ژوند واخیست.

د امنیتي چارواکو په وینا، په لومړنیو راپورونو کې د څلورو کسانو مرګ تایید شوی و، خو دوه نور ټپیان د روغتون پر لور د لېږد پر مهال ساه ورکړه.

چارواکي زیاتوي چې د پېښې د عاملانو د موندلو لپاره څېړنې روانې دي.

د پولې تړل کېدو او د انټرنېټ پرې کېدو ګڼې افغان کورنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي.

شاهدانو ایکسپرس ټریبیون ته ویلي چې د سختې ګرمۍ او بې‌سارې ګڼې ګوڼې له امله خلک سرګردانه پاتې دي او د موټرو اوږدې لیکې د پولې په دواړو غاړو جوړې شوې دي.

د چاودنې وروسته د چمن په پوله کې امنیتي تدابیر سخت شوي او امنیتي ځواکونه په بشپړ چمتووالي کې دي. سیمه‌ییزو چارواکو ټینګار کړی چې تر څېړنو بشپړېدو او د امنیت د ډاډ ترلاسه کولو پورې پوله بېرته نه پرانیستل کېږي.