افغانستان

طالبان: د پاکستان د چارواکو څرګندونې د باور جوړونې بهیر زیانمنوي

د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد، د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو له مرکز سره په یوې تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستان د لوړپوړو چارواکو څرګندونې د دواړو لوریو تر منځ د باور جوړونې بهیر ته زیان رسوي.

غه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي وو طالبان باید د اسلام‌اباد او تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) تر منځ یو انتخاب وکړي.

خو د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې د ټي‌ټي‌پي او د پاکستان د پوځ ترمنځ جګړه نوې موضوع نه ده، بلکې له ۲۰۰۳ کال راهیسې روانه ده. د هغه په وینا، دا د پاکستان کورنی مشکل دی او باید د کابل او اسلام‌اباد اړیکې پرې اغېزمنې نه شي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي چې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پټنځایونه د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو اصلي خنډ دی.

نوموړي په یوې خبري ناستې کې وویل: «افغانستان زموږ نژدې ګاونډی دی. موږ ورورولي اړیکې غواړو، لکه څنګه چې د دوو ښه ګاونډیانو ترمنځ وي. خو اصلي ستونزه هماغه د ترهګرو پناه ځایونه دي.»

هغه زیاته کړه چې د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي پیغام د دیپلوماتیکو لارو طالبانو ته رسېدلی، خو د هر ډیپلوماتیک تعامل جزیات له رسنیو سره نه شریکوي.