افغانستان

خوست؛ د طالبانو ولایتي چارواکو له بنګلدیشي ملایانو سره ناسته وکړه

د طالبانو رسنیز مسوولینو خبر ورکړی، چې د خوست ولایت چارواکو نن د وږي په ۲۸مه نېټه د بنګلادېش د علماوو له څوارلس کسیز پلاوي سره رسمي ناسته کړې ده.

د طالبانو د یاد ولایت د رسنیز مسوولین وايي، دا لیدنه په مقام کې ترسره شوه او د دواړو لوریو تر منځ د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د په ټولنه کې د علماوو د ونډې زیاتولو، د ټولنې د معنوي اړتیاوو د پوره کولو او د علمي او فرهنګي تجربو د تبادلې په اړه خبرې وشوې.

دوی په وینا، د خوست ولایت چارواکو د پلاوي هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د مسلمان هېوادونو تر منځ د مثبتو تجربو او اغېزمنو مشورو شریکول د ټولنو د پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري. هغوی زیاته کړه چې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ رامنځته شوې همکارۍ نه یوازې د یو ملت د معنوي او فرهنګي اړتیاوو د پوره کولو سبب ګرځي، بلکې د هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکارۍ د لا پراختیا لامل هم کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د بنګلادېش د علماوو پلاوي د خوست ولایت د چارواکو له هرکلي او د همکارۍ له روحيې ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو همغږي او ګډ کار د اسلامي ټولنو په لا پیاوړتیا او هر اړخیز پرمختګ کې رغنده رول لوبولی شي. هغوی وویل چې د علماوو تر منځ د افکارو او تجربو تبادله د اسلامي ارزښتونو د ساتنې تر ټولو اغېزمنه وسیله ده او په راتلونکې کې باید د داسې ناستو لړۍ نوره هم پیاوړې شي.

د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو ډېری شنونکي پر دې باور دي چې د طالبانو له خوا د بهرنیو علماوو هرکلی یوازې د مشروعیت د ترلاسه کولو هڅه ده. په داسې حال کې چې په داخل کې د تعلیم، اقتصادي ستونزو، سیاسي ګډون او د خلکو د اساسي حقونو په برخه کې جدي ننګونې شته، د دغو ناستو عملي ګټه تر ډېره محدوده ښکاري.