افغانستان

یونیسیف: د ۲۰۲۵ کال تر پایه به په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې که د نجونو د زده‌کړې بندیز دوام وکړي، د روان ۲۰۲۵ کال تر پایه به په افغانستان کې له ۲.۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښوونځیو بې‌برخې پاتې شي.

د یونیسف اجرایوي مشرې کاترین رسل په یوه بیان کې ویلي: «څلور کاله کېږي چې افغان نجلۍ له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته نه پرېښودل کېږي. دا د دې زمانې یوه ستره بې‌عدالتي ده.»

د هغې په وینا، یوازې سږکال له ګاونډیو هېوادونو د څه باندې دوو میلیونو افغانانو بېرته ستنېدل د هغو نجونو شمېر نور هم ډېر کړی چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

رسیل زیاته کړې، د افغانستان وروستۍ زلزله چې د ۱،۱۷۲ ماشومانو ژوند یې واخیست، دا وښودله چې د مسلکي ښځینه روغتیايي او ټولنیزو کارکوونکو شتون څومره اړین دی، ځکه په داسې ټولنه کې چې جنسیتي محدودیتونه ډېر سخت دي، نارینه کارکوونکي د ښځو اړتیاوو ته کافي رسېدنه نه شي کولای.

هغې ټینګار کړی چې زده‌کړه یوازې د علمي درسونو خبره نه ده، بلکې نجونې له ټولنیزو اړیکو، د ځان له ودې، د راتلونکي له جوړولو او د خپلو وړتیاوو له کارولو بې‌برخې کېږي.

رسیل وايي: «زه په ځانګړي ډول د هغو میلیونو نجونو په اړه اندېښنه لرم چې په کورونو کې ایسارې دي. زموږ همکاران د رواني ناروغیو زیاتوالی، د وړو عمرونو وادهونه او د زیږون لوړه کچه ثبتوي – داسې ستونزې چې په بشپړ ډول د مخنیوي وړ دي.»

یونیسف وایي، د زده‌کړې پر بندیز د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره ستر ګواښ دی، ځکه هېڅ هېواد هغه وخت نه شي ودې اخیستی چې د نفوس نیمه برخه یې له ټولنې شاته پاتې شي.

دغه اداره له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو پر زده‌کړې روان بندیز سمدستي پای ته ورسوي او ټولو نجونو ته د لومړني، منځني او لوړو زده‌کړو اجازه ورکړي.