افغانستان

د امریکا د استازو جرګې غړی: د بګرام هوايي اډې بېرته ترلاسه کول ستراتیژیک ارزښت لري

د امریکا د استازو جرګې غړي رایلي مور ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه هڅه چې غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي، د واشنګټن د امنیتي ګټو او د چین د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ له امله یو ستراتیژیک اقدام دی.

مور د پنجشنبې په ورځ د نیوزمکس له «کارل هیګبي فرنټ لاین» پروګرام سره په مرکه کې وویل، د بګرام موقعیت او د امریکا تېرو لګښتونو ته په کتو، د دې اډې بېرته ترلاسه کول خورا مهم دي.

هغه زیاته کړه: «هیڅ شک نشته چې دا کار بشپړ ستراتیژیک منطق لري. دا یوه لویه تراژیدي ده چې موږ اوس هلته سترګې او غوږونه نه لرو، په داسې حال کې چې میلیاردونه ډالر او د ګڼو خلکو ژوند مو د همدې ځای د نیولو لپاره قرباني کړل.»

بګرام هوايي اډه چې یو وخت په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستر پوځي مرکز و، له ۲۰۲۱ کال د امریکا له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې. ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دې اډې بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

هغه ټینګار وکړ: «موږ دا ځای بې له هېڅ شي ورکړ. موږ هڅه کوو بېرته یې ترلاسه کړو، ځکه هغوی [طالبان] ځینې شیان له موږ غواړي. دا ښایي یوه نوې خبر وي، خو موږ یې د بېرته اخېستلو هڅه کوو.»

ټرمپ زیاته کړه چې د بګرام اډې د چین له پولې سره نږدې موقعیت د ده په پلانونو کې اساسي رول لري. د هغه په وینا: «موږ دا اډه بېرته غواړو، ځکه لکه څنګه چې پوهېږئ، دا له هغه ځایه یوازې یوه ګړۍ لرې ده چې چین خپل اټومي وسلې جوړوي.»

استازي مور د ټرمپ ارزونه تائید کړه او زیاته یې کړه چې چین د امریکا لپاره جدي او موجود ګواښ دی. هغه وویل: «چین د امریکا لپاره د نږدې سیال او بنسټیز ګواښ حیثیت لري. دا باید زموږ د لومړیتوب برخه وي او موږ باید د هغه د مخنیوي هڅه وکړو. له همدې امله زه فکر کوم دا کار بشپړ منطق لري.»