د سيانان د راپور له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه اداره له څو مياشتو راهيسې په پټه هڅه کوي چې د افغانستان د بګرام هوايي اډه له طالبانو بېرته ترلاسه کړي.
بګرام چې له کابل ښار سره شاوخوا يو ساعت واټن کې پروت دی، د ۲۰۲۱ کال د افغان دولت له سقوط او د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ولوېد.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په لومړي ځل په ښکاره د دې خبرو اترو يادونه وکړه او د بريتانيا له لومړي وزير کئير سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې يې وويل: «موږ دا اډه وړيا طالبانو ته پرېښوده، اوس هڅه کوو چې بېرته يې واخلو.»
د راپور پر بنسټ، د بګرام د کنټرول د بېرته راګرځولو خبرې لږ تر لږه د ۲۰۲۱ کال د مارچ له مياشتې پيل شوي دي. د امريکا د ملي امنيت لوړپوړي چارواکي باور لري چې دغه اډه له ستراتيژيک پلوه ډېره مهمه ده، ځکه د چين څار، د نايابه زېرمو لاسرسی، د داعش پر ضد د عملياتو د مرکز جوړېدل او د يو احتمالي ډيپلوماتيک ماموريت پرانيستل له همدې ځایه ممکن دي.
د سيانان يوه سرچينه ټينګار کوي چې د دې موخو لپاره د امريکايي ځواکونو پوځي حضور اړين دی، خو د ۲۰۲۰ کال د ټرمپ د حکومت تړون له طالبانو سره د ټولو ځواکونو د وتلو ژمنه کړې وه.
تر اوسه څرګنده نه ده چې طالبان په دې برخه کې له امريکا سره کومه همکاري کوي او که نه، خو ټرمپ ادعا کړې چې امريکا پر طالبانو نفوذ لري.
ټرمپ مخکې هم ويلي و، که د امريکايي ځواکونو وتل د ده د واکمنۍ پر مهال شوی وای، بګرام به له لاسه نه وای وتلی. هغه د دې اډې ستراتيژيک اهميت د چين پولې ته د نږدېوالي او د دغه هېواد د اټومي توغنديو د جوړولو د سيمې له کبله خورا مهم بللی دی.
بګرام چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په مياشت کې تخليه شو، نږدې شل کاله د امريکا د پوځي ځواک مرکز و او د افغانستان په کچه نظامي عمليات له همدې ځایه رهبري کېدل.
د امريکا د مرکزي قوماندانۍ په وينا، د ځواکونو د وتلو پر مهال شاوخوا ۹۰۰ د C-17 محمولې او نږدې ۱۶ زره د تجهيزاتو توکي له بګرامه ايستل شوي يا له منځه وړل شوي وو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه څېړنه چې په ۲۰۲۳ کال کې خپره شوه، څرګنده کړه چې د بګرام پرېښودل د امريکايي ځواکونو د ګډوډ وتلو په بهير کې مهم رول درلود، او د کابل نړيوال هوايي ډګر يوازينی لاره پاتې شوه چې د ملکيانو د تخليې عمليات ترې ترسره کېدای شول.
