د برېټانیا حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د زلزله ځپلو خلکو د ملاتړ لپاره به ۳ میلیونه پونډه (شاوخوا ۲۷۵ میلیونه افغانی) اضافي مرسته وکړي.
د دې مرستې هدف زلزله ځپلو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، د سرپنا برابروونې او د ښځو او نجونو لپاره د ضروري روغتیايي کټونو برابرول دي.
دا مرستې به هغه ټولنې چې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنې شوې دي، د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي او د خلکو د ژوند په خوندي کولو کې مهم رول ولوبوي.
د دې زلزلې له کبله په کونړ او شاوخوا سیمو کې شاوخوا ۲۲۰۰ کسان مړه شوي، نږدې ۳۵۰۰ ټپیان شوي او سلګونه زره نور خلک اغېزمن شوي دي. ویجاړ شوي کورونه او زیربناوې د ژغورنې او مرستو عملیات ستونزمن کړي، او ګڼې کورنۍ بېسرپناه پاتې دي.
د ژمي له نږدې کېدو سره د ښځو، ماشومانو او کمزورو کورنیو وضعیت لا پسې اندېښمن کوونکی دی، او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
