د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او تحریک طالبان پاکستان تر منځ تاوتریخوالی د امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل شوی دی.
خلیلزاد په یوه لیکنه کې ټینګار کړی چې د پاکستان د واکمنو کړیو دا باور «غلط» دی چې ګواکې د دې ستونزې پوځي حل لاره دې شتون ولري. هغه ویلي: «زه هېڅ باوري ستراتیژي نه وینم. وخت رارسېدلی چې پاکستان پر سیاسي تګلاره تمرکز وکړي او د خبرو لاره خپله کړي.»
نوموړي ویلي، پاکستان په تېرو کلونو کې تل پر دې خبره ټینګار کولو چې امریکا او د افغانستان پخواني حکومت دې له افغان طالبانو سره د خبرو او سیاسي هوکړې له لارې جګړه پای ته ورسوي. هغه زیاتوي، اوس هماغه مشوره چې پاکستان نورو ته ورکوله، باید خپله هم د تحریک طالبان پاکستان په اړه عملي کړي.
خلیلزاد زیاته کړې چې افغانستان باید له پاکستان سره د دغسې خبرو اترو په برخه کې مرسته وکړي.
