د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې «د استخباراتي راپورونو له مخې بې له کوم شک نه»، افغان وګړي په دې هېواد کې د «ناوړه کړنو» او بریدونو په ترسره کولو کې فزیکي ونډه لري.
په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان له طالبانو څخه توقع لري چې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي او خپلې تر کنټرول لاندې خاورې د دې هېواد پر ضد د «ترهګریز» فعالیتونو لپاره و نهکاروي.
طالبانو تر دې وړاندې په پاکستان کې په بریدونو کې د افغان وګړو یاهم افغان طالبانو د دخالت او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) حضور ادعاوې رد کړې دي.
پاکستان د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیت د موجودیت په اړه تل اندېښنه څرګنده کړې موضوع یې څو ځله له طالب چارواکو سره شریکه کړې ده.
په همدې اعلامیه کې پاکستاني پوځ ویلي چې د وږي په ۲۰مه په بلوچستان ایالت کې د لعل قلعه میدان، د دیر سفلي په سیمه کې یوه عملیات پیل شول چې په نتیجې کې یې د بلوچ ازاديپلوه ډلې لس غړي او اووه پاکستاني پوځي سرتیري په جګړه کې ووژل شول.
دغې اعلامیه کې د بلوچستان د ازادی غورځنګ ته د «فتنې خوارج او د هند لخوا ملاتړ شوې نیابتي ډلې» په توګه بیان کړې؛ هغه ډله چې څو ورځو وړاندې متحده ایالاتو «ترهګره» بللې وه.
اعلامیه کې زیاته شوې: «د پاکولو عملیات روان دي تر څو هر ډول نور بهرنۍ عناصر چې په دې سیمه کې موندل کېږي او د هند له خوا ملاتړ کېږي، له منځه یوړل شي؛ ځکه د پاکستان امنیتي ځواکونه هوډمن دي چې د هند له ملاتړه پرتو ترهګرو ګواښونه له هېواده وروټنډ کړي.»
د پاکستان پوځ ټینګار کړی چې دا ډول عملیات کولی شي د هېواد اراده د ترهګرو له منځه وړلو لپاره لا پیاوړې کړي.
