د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږي ۲۲ – د ۸ بجو خبرونه

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي ادم بولر په مشرۍ یو پلاوی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یې ملتیا کوي، نن کابل ته راغلی او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د بندیانو د وضعیت، بانګونې او ګډو فرصتونو په اړه خبرې شوي دي.

بل خوا، یو شمېر امریکايي چارواکي په دې باور دي، چې محمود شاه حبیبي له طالبانو سره بندي دی، خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي.

له بلې خوا، کابل ته تللي امریکايي پلاوي، د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره هم لیدلي دي.

طالبان وایي، چې ښاغلي برادر په دې لیدنه کې له امریکا غوښتي، څو د تقابل سیاست پر ځای د تعامل لاره غوره کړي.پنځه میاشتې مخکې هم یاد پلاوی د امریکايي بندیانو د خلاصون په سر د خبرو لپاره کابل ته راغلی وو.