سرچینې آمو ته وایي چې د کابل-مزارشریف پر لویه لاره او په سمنګان ولایت کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې څلور تنه مړه شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښې د جمعې په ورځ رامنځته شوې دي؛ چې یوه یې هغه مهال چې د فاضلاب د ټانکر موټر له یوې سراچې سره ټکر وکړ، او بله پېښه په سمنګان کې د یوه فرونر موټر د اوښتو او له امله شوې دي.
په سمنګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، حشمتالله رحماني، په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې پېښه د جمعې ماښام شوې ده.
د هغه په وینا، یو د فرونر ډول موټر چې د درهصوف ولسوالۍ له مرکزه د «ګولې» د سکرو کان پر لور روان و، د زیاتې چټکتیا له امله له لارې واوښت.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له امله هرکال د لسګونو کسانو ژوند له لاسه ځي، او ډېری دغه پېښې د چلوونکو د بېاحتیاطۍ او پر لارو د ټرافیکي نښو نشتوالي ته منسوبېږي.
