افغانستان

امریکا له جي-اووه ډلې او اروپايي اتحادیې غوښتي پر چین او هند تعرفې ولګوي

د جي-اووه ډلې غړو هېوادونو د مالي چارو وزیرانو د جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني غونډه کې د روسیې پر ضد د نورو بندیزونو او همدارنګه پر هغو هېوادونو د تعرفو لګولو په اړه خبرې وکړې چې دوی یې د اوکراین په جګړه کې د روسیې «ملاتړي» بولي.

امریکا له خپلو متحدینو غوښتنه وکړه چې د روسي نفتو پر پېرونکو تعرفې ولګوي.

د کاناډا د مالي چارو وزیر، فرانسوا-فیلیپ شامپاین، چې اوس د G7 نوبتي مشر دی، د دغې غونډې مشري کوله. د کاناډا په وینا، د غونډې هدف دا و چې د روسیې پر ضد د فشار راوړلو لپاره نور ګامونه وڅېړل شي تر څو جګړه ختمه شي.

وزیرانو موافقه وکړه چې د کنګل شوو روسي شتمنیو څخه د اوکراین د دفاع د تمویل لپاره کار اخیستل ګړندی کړي او د نورو اقتصادي اقداماتو په اړه وغږېږي، لکه د بندیزونو زیاتول او د سوداګریزو تدابیرو کارول، چې په کې تعرفې هم شاملې دي، پر هغو هېوادونو چې د روسیې جګړه اسانه کوي.

د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بېسنت، د غونډې پر مهال خپلو سیالانو ته وویل چې دوی باید د واشنګټن سره یوځای شي او پر هغو هېوادونو تعرفې ولګوي چې له روسیې نفت اخلي. بېسنت او د امریکا د سوداګرۍ استازي، جېميسن ګرېر، وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «یوازې هغه وخت به وکولای شو پر پوتین د جګړې ماشین د تمویل سرچینه وتړو او کافي اقتصادي فشار وارد کړو چې ګډه هڅه وشي، څو دا بې‌ځایه وژنې پای ته ورسېږي.»

دوی د غونډې د ګډونوالو ژمنې وستایلې چې د بندیزونو فشار زیات کړي او د روسیې کنګل شوې شتمنۍ د اوکراین د دفاع لپاره وکاروي.

له دې مخکې د امریکا د خزانې ویاند پر G7 او اروپايي اتحادیې غړو غږ وکړ چې پر چین او هند د پام وړ تعرفې ولګوي څو دوی د روسیې د نفتو پېرلو ته ادامه ور نه کړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هند د وارداتو پر توکو ۲۵ سلنه اضافي تعرفه لګولې څو نوي ډهلي اړ کړي چې له روسیې د تخفیفي نفتو پېر پرېږدي. په دې سره د هند پر توکو ټولیزې تعرفې ۵۰ سلنې ته رسېدلې دي او د دواړو ډیموکراټیکو هېوادونو د سوداګریزو خبرو اترو فضا ترخه شوې ده.