متحده ایالتونه

د اف‌بي‌آيي مشر: د قاتل د کورنۍ معلوماتو د کرک د قاتل نیونه شونې کړه

د امریکا فډرالي او ایالتي چارواکو اعلان کړی چې تای‌لر رابینسن، ۲۲ کلن ځوان د یوتا ایالت اوسېدونکی، چې د محافظه‌کارو رسنیزو شخصیتونو له ډلې چارلي کرک د وژنې په تور تورن دی، نیول شوی دی.

د اف‌بي‌ايي مشر، کش پټل، ویلي چې د شکمن کس د پېژندنې او نیونې لپاره مهم معلومات د هغه له یوه نږدې خپلوانه ترلاسه شوي وو، چې له امله یې امنیتي ځواکونو توانېدلي رابینسن د یوتا وېلي پوهنتون په محوطه کې ونیسي.

چارلي کرک، چې د یوه غیرانتفاعي سازمان بنسټ‌ګر او د راډیو او پاډکاسټونو مشهور کوربه و، د چهارشنبې په ورځ د یوتا وېلي پوهنتون د وینا پر مهال ډزې پرې وشوې او وروسته په سیمه‌ییز روغتون کې ومړ.

د چارواکو په وینا، برید کوونکي له یوې ځواکمنې بولټ‌اکشن وسلې کار اخیستی و.

اسپنسر کاکس، د یوتا ایالت والي ویلي چې د واشنګټن کاونټۍ له پولیسو سره د رابینسن د کورنۍ د یو غړي اړیکه د شکمن کس د نیولو اصلي لامل شو. د راپور پر بنسټ، یاد کس ویلي و چې رابینسن په وروستیو کلونو کې افراطي سیاسي تمایلاتو ته مخه کړې وه، او له پېښې مخکې یې د چارلي کرک او د هغه د نظرونو په اړه څرګندونې کړې وې.

کش پټل په یوه بیان کې ویلي چې د شکمن کس تر نیونې وروسته څېړنې دوام لري او تر اوسه له ۱۱۰۰۰ زیات معلومات او نښې نښانې اف‌بي‌ايي ته سپارل شوي دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا ډول قضیې یوازې د فډرالي، ایالتي او سیمه‌ییزو ادارو د نږدې همکارۍ له لارې حل کېدای شي، او هڅې روانې دي څو د پېښې له ټولو ممکنه اړخونو پرده پورته شي.