ځايي سرچینو آمو ته ویلي، د بدخشان د ولایتي روغتون نسایي او ولادي څانګه له څه باندې یو کال راهیسې تړل شوې، چې له امله یې د ښځو د روغتیا په برخه کې پراخې ستونزې رامنځته شوې دي.
بدخشان چې د هېواد یو له لویو ولایتونو او په شمال ختیځه برخه کې موقعیت لري، د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی. د سرچینو په وینا، د بدخشان ولایتي روغتون د نسایي او ولادي شپېته بستریزه څانګه له یوه کال راهیسې د روغتیايي مرستندویو بنسټونو د مرستو د پرې کېدو له امله تړل شوې ده.
ناروغان په روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو، درملو او لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي. دوی له طالبانو او نړیوالو سازمانونو غواړي چې د دې ستونزې د هواري لپاره بېړنۍ اقدامات وکړي.
اوس مهال یوازې څو ښځینه رضاکارانې پرته له معاشه د ناروغانو درملنه کوي، خو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت لا هم د بدخشان روغتون د خدماتو پر وړاندې ستره ستونزه ده.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د امریکا له خوا د بشردوستانه مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي او زرګونه ښځې له روغتیايي خدمتونو بې برخې پاتې شوې دي. دغه سازمان وایي، لږ تر لږه درې میلیونه کسان د دغو مرکزونو د تړل کېدو له امله له اساسي روغتیايي خدمتونو محروم شوي دي.
