سرچینې وايي، په کندهار کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت مامورانو له اوو میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له سختو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د طالبانو له ترافیکو مدیریت یوې سرچینې آمو ته ویلي، د معاشونو د نه ورکولو له امله د دغو مامورانو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ دی او ځینې یې اړ شوي چې د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره له موټرچلوونکو مرسته وغواړي.
سرچینې زیاتوي چې د ترافیکو دا ماموران د خپلو رسمي دندو ترڅنګ، هره ورځ تر اتو ساعتونو پورې اضافي وخت هم کار کوي، خو بیا هم د دوی د معاش د ځنډ علت تر اوسه نه دی څرګند شوی.
سرچینه وايي چې په کندهار کې د ترافیکو ماموران د سړکونو په تنظیم، د ټرافیکي ازدحام په مهار او د ټرافیکي پېښو په مخنیوي کې له خپل رسمي کاري وخت ډېر مصرفوي، خو د معاش نه ورکولو له امله د هغوی د کاري وضعیت او مورال په اړه جدي اندېښنې راپورته شوي دي.
طالبانو تر دې دمه د کندهار د ترافیکو مامورانو د معاشونو د ځنډ په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
