نن پنجشنبه، د وږي ۲۰مه، د سپټمبر د ۱۱مې «ترهګریز بریدونو» څلورویشت کلونه پوره شول؛ هغه بریدونه چې د امریکا په نیویارک ښار کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر دوهګونو ودانیو او د دغه هېواد پر نورو برخو ترسره شول.
د بریدون دا لړۍ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د القاعده شبکې له خوا، د اسامه بن لادن په مشرۍ او پلان جوړونې ترسره شول.
په دې پېښه کې د القاعده ۱۹ غړو څلور ملکي مسافر وړونکي الوتکې وتښتولې. له دې ډلې، دوه الوتکې په بېلابېلو وختونو کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر دوه برجونو ولګېدې. د دغو بریدونو په پایله کې ټول مسافران او نږدې ۲۹۷۷ تنه امریکايي وګړي په دغو ودانیو کې ووژل شول.
دوه برجه په بشپړه توګه د برید له دوو ساعتونو وروسته نړېدلي او شاوخوا ودانیو ته یې پراخ زیانونه ورسول. د دې بریدونو مسوولیت القاعده پر غاړه واخیست.
دغه بریدونه په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د پوځي مداخلې لامل شول او طالبان له واکه راوپرځول شول. د افغانستان جګړه شل کاله روانه وه او د امریکا د وتلو څرنګوالی په دې وروستیو کې یو ځل بیا د بحث موضوع ګرځېدلی دی.
اسامه بن لادن، د القاعده مشر، وروسته د ۲۰۱۱ کال د مې په لومړۍ نېټه د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما په امر د امریکايي ځواکونو له خوا د پاکستان په ایبټاباد ښار کې په یوه نښته کې ووژل شو.
وروسته له دې چې امریکا له افغانستانه ووتله او طالبان بېرته پر واکمنۍ ورغلل، د القاعده اوسنی مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه نېټه د کابل د شیرپور په سیمه کې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو؛هغه پېښه چې تر اوسه طالبانو نه ده منلې.
طالبانو پخوا هم له القاعده سره اړیکې او د دې ډلې فعالیتونه تر خپل واک لاندې افغانستان کې رد کړي دي.
خو د هند یوې ورځپاڼې «مینټ» تېر کال د وږي په میاشت کې د کارپوهانو په حواله راپور ورکړی و چې حمزه بن لادن، د اسامه بن لادن زوی، ژوندی دی او له افغانستانه د ۹/۱۱ په څېر د بل برید د طرحې پر جوړولو بوخت دی.
راپور زیاتوي چې حمزه بن لادن، چې اوس ۴۳ کلن دی، نه یوازې د CIA له عملیاتو (۲۰۱۹ کال) ژوندی پاتې شوی، بلکې له خپل ورور عبدالله بن لادن سره یو ځای په پټه له افغانستانه د القاعده شبکه رهبري کوي.
سره له دې، امریکا د افغانستان له پرېښودو وروسته، په ځانګړي ډول له هغې راهیسې چې ډونالډ ټرمپ بېرته د دغه هېواد سپینې ماڼۍ ته ورستانه شوی، تر اوسه د طالبانو د واکمنۍ په اړه روښانه تګلاره نه ده اعلان کړې؛ داسې واکمني چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څانګې د راپور پر بنسټ، تر سیوري لاندې یې لا هم ترهګرې ډلې فعالیت لري.
