د کابل ولایت د نشهيي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدائیه محکمې، چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، څوارلس تنه د نشهيي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تړاو محکوم کړي دي.
محکمې ویلي، یاد کسان د ذیکپ او تابلیټ کا په نوم د نشهيي ګولیو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په تور محاکمه شوي او پرې تعزیزي سزاوې لګېدلې دي.
د پرېکړې له مخې، دوی ته له لسو میاشتو تر درې کاله او شپږ میاشتو پورې د بند سزا او له شلو تر نهه دېرشو دُرو پورې د تعزیزي سزا ټاکل شوې ده.
یاده پرېکړه د ۲۰۲۵ د سپټمبر پر ۸مه نېټه صادره شوې او د سترې محکمې د عالي مقام له تایید وروسته عملي شوې ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې عدلي او قضايي بهیر د هغوی د اسلامي چوکاټ لاندې پر مخ ځي. د محاکمو پرېکړې اکثره وخت د تعزیزي او حدّي سزاوو په بڼه عملي کېږي، او د حقوقي شفافیت، د مدافع وکیلانو د شتون او د عادلانه محاکمې د تضمین په اړه نړیوالو اندېښنې څرګندې کړې دي. طالبان بیا وايي، دوی د اسلامي شریعت له مخې عدالت تامینوي او د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه د دوی د تګلارې مهمه برخه ده.
