سیاست

عمران خان له ګنډاپور غوښتي کابل ته د سولې خبرو لپاره سفر وکړي

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور غوښتي چې کابل ته لاړ شي او له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

خان د خپل شخصي ایکس پر پاڼه په یوه پیغام کې تور ولګاوه چې د پوځ مشر د خپلو «لنډ لیده» تګلارو له لارې هغه سوله له منځه وړې ده چې د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې رامنځته شوې وه.

نوموړي د هغو افغان کډوالو د ایستلو پر مهال، چې په پاکستان کې یې پناه اخیستې وه، وویل: «هلته چې باید یو قوي اړیکه وای، وضعیت لا خرابېږي. دا زما لپاره د ډېرې خواشینۍ ځای دی چې له لسیزو مېلمه پالنې وروسته، زموږ افغان وروڼه په زوره له هېواده شړل کېږي. په داسې وخت کې چې افغانستان د زلزلې له امله ځپل شوی، موږ باید ورسره مرسته وکړو، نه دا چې له هېواده یې وباسو.»

عمران خان زیاته کړه: «زه علي امین ګنډاپور ته لارښوونه کوم چې افغانستان ته ولاړ شي، ورسره کښېني او د ګډو موضوعاتو او سولې او امنیت په اړه خبرې وکړي، څو حالت له نورو خرابېدو وژغورل شي. دغه درواغجن فدرالي حکومت دې ځواب ووايي: که مریم نواز جاپان او تایلنډ ته سفر کولی شي، نو ولې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د خپلې صوبې د سولې لپاره افغانستان ته سفر نشي کولی؟»

هغه تور ولګاوه چې روانې پوځي عملیات، ډرون بریدونه او د خلکو جبري بې ځایه کول د صوبایي حکومت د کمزوري کولو هڅه ده، او له اعلی وزیر ګنډاپور یې وغوښتل چې «په کلکه د دې عملیاتو پر وړاندې مقاومت وکړي.»

نوموړي وویل: «د صوبې خلک لا د سېلابونو له امله ځپل شوي دي. که ډرون بریدونه او پوځي عملیات ونه درول شي، دا به یوه ستره بې‌انصافي وي. له مخکې نه ډېر زموږ پولیس افسران شهیدان شوي دي. تر څو چې دا عملیات روان وي، د خلکو ستونزې به ډېرې شي او ترهګري به نوره هم زیاته شي.»

د تحریک انصاف مشر خپل ګوند ته لارښوونه وکړه چې په بلوچستان کې د یوې وروستۍ ترهګرې حملې پر ضد په لاریون کې ګډون وکړي.