افغانستان

سرچینې: په کونړ کې د طالبانو امنیه قوماندان د زلزلې د پوښښ له امله خبریالان ګواښلي

عکس از نشست فرمانده امنیه طالبان در کنر با تعداید از خبرنگاران در این ولایت

په کونړ کې یوې سرچینې آمو ته وویل، د طالبانو امنیه قوماندان ضیاءالحق حامد، خبریالان ګواښلي دي چې د وروستۍ زلزلې د زیانمنو شویو خلکو شکایتونه او غوښتنې دې نه خپروي.

د سرچینو په وینا، نوموړي په یوه غونډه کې خبریالانو ته خبرداری ورکړی چې که د زلزله ځپلو خلکو هغه څرګندونې چې د طالبانو له نظره “منفي” بلل کېږي خپرې شي، نو خبریالان به له جدي چلند او حتی د بند له ګواښ سره مخامخ شي.

ویل شوي چې حامد خبریالانو ته څرګنده کړې که د دوی راپورونه د طالبانو له پالیسي سره په ټکر کې وي، هغوی به زنداني کړي. هغه ټینګار کړی چې د خلکو د لوږې، د سرپناه د نشتوالي، د ټپیانو د درملنې او نورو اړتیاوو په اړه راپورونه باید خپاره نه شي.

یو خبریال چې د امنیتي ګواښونو له امله یې نوم نه دی څرګند کړی، امو ته ویلي چې د زلزلې ځپلي خلک له رسنیو شکایت کوي، ځکه ستونزې یې په رښتینې بڼه نه دي خپرې شوې. د هغه په وینا، له همدې امله مرستې نه دي رسېدلې او خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

ځایي اوسېدونکي شکایت کوي چې په زرګونه کسان په سکایه او نورګل ولسوالیو کې د کورونو د ورانېدو له امله تر شنه آسمان لاندې ژوند کوي، خو طالبانو ورته کافي خیمې نه دي ورکړي.

طالبان بیا وایي، تر اوسه یې په دوو کمپونو کې ۵۰۰۰ خیمې لګولي دي او د مرستندویو ادارو له مرستو وروسته به پاتې کورنیو ته هم خیمې برابرې کړي.

طالبانو د خپل امنیې قوماندان د ګواښونو په اړه تر دې دمه هېڅ ډول څرګندونې نه دي کړې.