د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر خیرالله خیرخواه، له یوې اونۍ ځنډ وروسته په رسمي توګه د میدان وردکو د والي په توګه خپل کار پيل کړ.
د طالبانو مشر په یوه تازه حکم کې د اطلاعاتو او کلت ر پخوانی وزیر د میدان وردکو والي ټاکلی دی؛ هغه اقدام چې د سرچینو په وینا د دې لوړپوړي طالب چارواکي د نارضایتۍ لامل شوی دی.
یو شمېر شنونکي له یوې څوکۍ نه بلې څوکۍ ته د طالبانو د چارواکو بدلون او له وزارته د والي تر کچې د یوه چارواکي د مقام راټيټول د پوښتنې وړ ګڼي.
