افغانستان

په تخار کې اورلګیدنې ۴۰ هټۍ سوځولي

له تخار ولایت څخه ځايي سرچینې، وایي چې د دې ولایت د خواجه بهاءالدین په ولسوالۍ کې لويه اورلګیدنه رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا اورلګیدنه نن یکشنبه د وږي په ۱۶مه نېټه د سهار ۲ بجو شاوخوا د ولسوالۍ په بازار کې پیل شوې؛ خو د درې نيمو ساعتونو وروسته د سیمې اوسېدونکو وتوانېدل چې اور مړ کړي.

سرچینو زیاته کړې ده چې په دې پېښه کې له ۴۰ څخه ډېر دوکانونه سوځېدلي چې هر یو یې په اوسط ډول له ۵۰۰ زرو تر ۶۰۰ زرو افغانیو شتمني لرله.

ځايي سرچینې وايي چې په دې اورلګیدنه کې د لرګیو دوکانونه، د لرګیو ماشین پلورنځي او د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د غنمو منډوي هم سوځېدلي دي.

تر اوسه طالبانو د دې اورلګیدنې د رامنځته کېدو په اړه څه نه دي ویلي.