کډوالي

د بریټانیا د ریفورم ګوند مشر: که اړتیا شوه ښځینه پناه­غوښتونکي به هم بېرته افغانستان ته واستول شي

د بریټانیا د سمون ګوند مشر نایجل فراج، په خپله تازه وینا کې ویلي چې که هغه لومړی وزیر شي، د نرینه پناه­غوښتونکيو په ګډون به ښځینه پناه غوښتونکي هم بېرته افغانستان ته واستول شي.

د بریټانیا د سمون ګوند مشر نایجل فراج، په خپله تازه وینا کې ویلي چې که هغه لومړی وزیر شي، د نرینه پناه­غوښتونکيو په ګډون به ښځینه پناه غوښتونکي هم بېرته افغانستان ته واستول شي.

نوموړي له سکای نیوز سره په خبرو کې وویل چې هر څوک چې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته راشي – که هغه ښځې وي او که سړي – وبه نیول شي او بېرته به واستول شي. هغه ټینګار وکړ چې د ماشومانو په اړه وضعیت مختلف دی. هغه زیاته کړه: «که یو څلور کلن ماشوم د کښتۍ له لارې راشي، موږ باید د هغه د ساتنې په اړه فکر وکړو، خو له بالغو ښځو او سړو باید بل ډول چلند وشي.»نوموړي له سکای نیوز سره په خبرو کې وویل چې هر څوک چې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته راشي – که هغه ښځې وي او که سړي – وبه نیول شي او بېرته به واستول شي. هغه ټینګار وکړ چې د ماشومانو په اړه وضعیت مختلف دی. هغه زیاته کړه: «که یو څلور کلن ماشوم د کښتۍ له لارې راشي، موږ باید د هغه د ساتنې په اړه فکر وکړو، خو له بالغو ښځو او سړو باید بل ډول چلند وشي.»

تر دې مخکې، د فراج دریځ د ښځو او ماشومانو د بېرته استولو په اړه مبهم و. د اګست په میاشت کې نوموړي ویلي و چې د هغه د کډوالۍ سیاست به یوازې پر نارینه وو تمرکز ولري او د ښځو او ماشومانو د اخراج په اړه یې څه نه وو ویلي.

د سمون ګوند مشر د کډوالي پلان هم په تفصیل سره څرګند کړ: هغه غواړي یو داسې قانون د غیرقانوني کډوالي پر ضد تصویب کړي چې د بېرته استولو لپاره قانوني اساس برابر کړي، د اروپایي بشرپالنې کنوانسیون څخه ووځي ترڅو د اخراج پر وړاندې قانوني خنډونه له منځه یوسي، د پناه غوښتونکو هوټلونه وتړي او پناه­غوښتونکي د سلطنتي هوایي ځواک هډو ته انتقال کړي. هغه پلان لري چې د قانون له تصویب وروسته په دوه اونیو کې د اخراج الوتنې پیل کړي او د مانش کانال له لارې راغلي کډوال بېرته خپلو هېوادونو لکه افغانستان او سوریې ته واستوي.

فراج کډوالو ته خبرداری ورکړ: «تاسو نه شئ کولای غیرقانوني دلته راشئ او پاتې شئ.»

د فراج تازه څرګندونو پراخ انتقادي غبرګونونه راپورته کړي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو بېرته افغانستان ته د استولو په اړه، چې د طالبانو تر واک لاندې له شدیدو بشري حقونو محدودیتونو سره مخ دي. مخالفان وايي، دا سیاست ښایي ښکاره د بشري حقونو سرغړونه وي.

د سمون د ګوند مرستیال، ریچارډ تایس، د دغه دریځ په دفاع کې وویل: «ځینې وختونه تاسو له داسې کسانو سره معامله کوئ چې شاید نه غواړئ له دوی سره میخانه ته ولاړ شئ.» هغه د دې امکان یادونه هم وکړه چې د دغو شړنو د تطبیق لپاره به له طالبانو سره خبرې وشي.

سمون ګوند د برېټانیا په تازه نظرپوښتنو کې له کارګر ګوند او محافظه‌کار ګوند څخه مخکې شوی دی.