د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست یوې سرچینې آمو ته وویل چې د یاد ولایت د پوهنې رئیس د ۵۰ زره افغانیو او یوې مېلمستیا په بدل کې نوي کسان د ښوونځیو د آمرانو په توګه ګوماري.
سرچینې څرګنده کړې چې ځینې نوي ګومارل شوي آمران «حتی د لوستلو او لیکلو توان نه لري».
یوه بله سرچینه وايي، دا پروسه د دواړو اړخونو ترمنځ د پټو هوکړو او ژمنو له مخې ترسره کېږي.
سرچینې زیاتوي چې د دې نويو ګومارنو بدلونونه تر اوسه په دره، حصه اول، رُخه او د مرکز بازارک په څو ښوونځیو کې عملي شوي دي.
په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي اندېښنه څرګندوي چې نوي ګومارل شوي آمران بې سواده، بې تجربې دي، چې د دغه بهیر دوام کولای شي د راتلونکې نسل لپاره بدې پایلې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ تر راګرځېدو وروسته په هېواد کې د ښوونځیو تدریسي او انتظامي کیفیت تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې دی.
