افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو وروستیو ټکانونو نور تلفات او ویجاړی رامنځته کړي

انځور، کونړ کې زلزلې له ارشیف څخه

ملګري ملتونه وایي، چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو وروستیو ټکانونو نور تلفات او ویجاړی هم رامنځته کړي او د مرستو رسونې بهیر یې ګډوډ کړی دی. د ملګرو ملتونو ویاند خبرداری ورکوي، چې که د مرستو لپاره نورې سرچینې راټولې نه شي؛ نو ښایي دا زلزله د لا زیاتو تلفاتو لامل شي.

بل خوا؛ د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په تازه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د رامنځته شوي زلزلې له امله، دوه زره او ۲۰۰ تنه مړه شوي او درې زره او ۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هېواد په ختیځو ولایتونو کې له مرګوني زلزلې شپږ ورځې تېرېږي، خو لا هم د پېښې قربانیان د ړنګو کورونو تر خاورو لاندې بند پاتې دي او امبولانسونه په پرله ‌پسې توګه ټپیان او مړي لېږدوي.

دا د کونړ څوکۍ ولسوالۍ روغتون دی؛ هغه سیمه، چې د خورا مرګونې زلزلې شاهده وه او زیاتره هغه ماشومان او ښځې په بستر پراته دي چې د خپلو کورنیو ټول غړي یې له لاسه ورکړي دي. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، د هغو ټپيانو حالت چې نازک و، کابل ته لېږدول شوې دي.

د انځورونو او ترسره شوو مرکو پر بنسټ، د دې زلزلې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

ځايي سرچینې آمو ته وایي، چې په کونړ کې ټپي شوې ښځې د ښځینه ډاکټرانو له کموالي سره مخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ورته مهال، په ننګرهار کې د طالبانو د عدلیې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، ټولو مرستندویه بنسټونو ته خبرداری ورکړی چې د مرستو پر مهال دې د ښځو له انځور اخیستلو ډډه وکړي.

د عدلیې ریاست ویلي: «د ننګرهار د عدلیې ریاست، ټولو خیریه بنسټونو ته په جدي توګه سپارښتنه کوي چې د مرستو د رسولو او د وېش پر مهال دې د اسلامي او افغاني ارزښتونو بشپړ درناوی وکړي او له هغو کړنو ډډه وکړي چې د خلکو د حساسیت راپارولو لامل ګرځي او په ځانګړې توګه د مرستو د وېش پر مهال ټینګار کېږي، چې د ښځو له انځور اخیستلو په کلکه ډډه وشي.»

بل خوا، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام نوی راپور ښيي، چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله دوه زره او ۲۰۰ کسان مړه شوي، درې زره او ۶۰۰ تنه ټپيان شوي او شپږ زره او ۷۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. په ټوله کې، د دې راپور پر بنسټ، نږدې ۸۴ زره تنه د دې زلزلې له امله زیانمن شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر، سټيفن رودریګز، وايي: «معلومات ښيي، چې نږدې ۸۴ زره کسان د دې زلزلې له امله اغېزمن شوي دي. ښوونځي او روغتیایي مرکزونه ویجاړ شوي، ۶۸ د اوبو مهمې سرچینې له منځه تللي او زرګونه خلک له پاکو اوبو بې ‌برخې شوي دي. دغه راز، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې اعلان کړی چې په کونړ او ننګرهار کې شاوخوا یو میلیون څاروي هم زیانمن شوي دي.»

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، چې د زلزلو وروستیو ټکانونو نور انساني تلفات هم اړولي او یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

سټيفان دوجاریک زیاته کړې: «ښاغلي فلچر خبرداری ورکړ چې دا بسنه نه کوي او ټینګار یې وکړ، چې په دې شرایطو کې د سرچینو نه بسیج کېدل د خلکو د لا زیاتو کړاوونو او د نورو انسانانو د مرګ معنا لري. په همدې حال کې، د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې وروستیو ټکانونو د لا زیاتو مړینو او ویجاړیو لامل شوی او د افغانستان په ختیځو سیمو کې د مرستو عملیات یې ګډوډ کړي دي.»

تېره اونۍ، د ریښټر په کچه شپږ درجې زلزلې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان او پنجشېر کې رامنځته شوه او له هغې وروسته پس لړزې یې هم درلودې.