افغانستان

خوست کې د یوه کس جسد موندل شوی دی

له خوست ولایت څخه سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت اسمعیل خیلو او مندوزیو  ولسوالۍ اړوند په ورزی کلي د یوه کس جسد موندل شوی دی.

د سرچینو په وینا، د یاد کس جسد څلور ورځې وړاندې موندل شوی او لا هم د خوست په ملکي روغتون کېښودل شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې د یاد کس کورنۍ او نږدې خپلوان لا هم موندل شوي نه دي او نه هم ورسره په جیبونو کې د پېژندنې څه شته.

طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه جزئیات نه دي ورکړي

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې امنیتي پېښې، غلاوې او تښتونې زیاتې شوي دي.