کډوالي

پاکستان کې د افغان کډوالو د وروستۍ نېټې له تېرېدو سره د کډوالو د نیولو بهیر چټک شوی

یو شمېر افغان کډوال د پاکستان پولیسو لخوا در نیول کېدو په حال کې.

په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د دوشنبې په ورځ د وروستۍ نېټې له پای ته رسېدو سره، د دې هېواد پولیسو د کورنیو چارو وزارت په امر د غیر قانوني کډوالو د لټون او نیولو عملیات ګړندي کړي دي.

په پاکستان کې افغان کډوال وايي چې په یو شمېر سیمو کې، پولیس کور په کور افغان کډوال پېژني او نیسي.

وروسته له هغه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د پاتې کېدو قانوني نېټه پای ته ورسېده، د دې هېواد پولیسو د هغو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي چې د استوګنې معتبر اسناد نه لري.

په پاکستان کې افغان کډوال وايي چې پولیس په ځینو سیمو کې کور په کور دوی پلټي.

دې اقدام د شاوخوا ۸۰۰ زرو هغو کډوالو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې چې د “افغان تابعیت” کارتونه لري، ځکه چې پاکستاني چارواکو دوی ته امر کړی چې له پاکستانه ووځي.

که څه هم ډېری دې کډوالو له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند او کار کړی، خو اوس له فشار او د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

د رسمي اعلان له مخې، په دې پړاو کې به له ۱.۴ میلیون څخه ډېر کډوال له پاکستانه وایستل شي، چې د کډوالو د ایستلو د پروګرام څلورم پړاو ګڼل کیږي.

د بشري حقونو ځینې فعالانې د کډوالو په وړاندې د پاکستان پر سخت سیاست نیوکه کوي او وايي چې ځینې راستانه شوي کډوال د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي.

په وروستیو میاشتو کې، ایران او پاکستان د هیواد د کډوالو د جبري ایستلو پروسه په بې ساري ډول ګړندۍ کړې ده، کډوالو او د کډوالۍ سازمانونو په دوامداره ډول له پاکستان او ایرانه غوښتي چې په خپله پرېکړه بیا غور وکړي.

په ورته وخت کې، د ناروې د کډوالو شورا وايي چې له ګاونډیو هیوادونو د کډوالو جبري ایستل له زلزلې وروسته بشري بحران لا پسې خرابوي.

دغه بشردوستانه بنسټ له پاکستان او ایرانه وغوښتل چې د ایستلو پروسه ودروي او د مرستې په چمتو کولو کې همکاري وکړي.

ریچارډ بنټ هم ورته غوښتنه کړې، خو لیدل کیږي چې له پاکستان او ایرانه د کډوالو د ایستلو پروسه دوام لري.