د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، د هېواد په ختیځې سیمې کې د زلزلې د قربانیانو له کورنیو او زیانمنو شویو کسانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه پر اکس د مرستو رسوونکو بنسټونو او ادارو لپاره چې د زلزلهځپلو خلکو مرسته کوي، د بریا هیله کړې ده.
ښاغلي بېنټ لیکلي: «د کونړ ولایت د ویجاړوونکې زلزلې خبر اورېدلو سره له خوبه راویښ شوم. له زیانمنو شویو کورنیو او ټولنو سره ژوره خواخوږي لرم. مرستندویو کارکوونکو ته د قوت او بریا هیله کوم.»
د طالبانو تر ادارې لاندې د کونړ ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مسؤولین وایي، د وروستیو شمېرو له مخې، د تېرې شپې زلزلې له امله د مړو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسېدلي دي.
د هغوی په وینا، نږدې ۱۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
همدارنګه په ننگرهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر ویلي دي چې په دې زلزلې کې ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپيان شوي دي. په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې په لغمان ولایت کې هم د دې زلزلې په ترڅ کې ګڼ کسان ټپيان شوي دي.
