د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د خپلو صلاحیتونو او له خلکو، په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره د سختدریځۍ چلند له امله؛ د طالبانو په یو له پیاوړو وزارتونو بدل شوی دی.
د آمو موندنې ښيي چې دغه وزارت درې معینیتونه، ۵۲ ریاستونه او په ټول هېواد کې له درې زره او ۳۰۰ څخه ډېر محتسبین لري. آمو ته باوري سرچینې وایي، د دې وزارت هر محتسب، له ۱۳ زره څخه تر ۲۵ زره افغانیو پورې معاش اخلي. په دې راپور کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت جوړښت، تشکیلات، صلاحیتونه، قوانین او امتیازات څېړل شوې دي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو چارو وزارت، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په وزارت بدل کړ؛ هغه پرېکړه، چې په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخامخ شوه.
اوس چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له جوړېدو څلور کاله تېریږي، دا وزارت د طالبانو د مشر له خوا د ورکړل شویو صلاحیتونو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختدریځه چلند له امله، د طالبانو په یو له سترو وزارتونو بدل شوی دی.
خو د طالبانو د دغه ستر او پیاوړي وزارت جوړښت څه ډول دی او خپلې چارې په کومه بڼه پر مخ وړي؟
د آمو موندنې ښيي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په خپل جوړښت کې درې معینیتونه، ۵۲ ریاستونه او څو آمریتونه لري.
ګرافیک: د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تشکیلات:
• محمد خالد حنفي: د امر بالمعروف وزارت وزیر؛
• نظامي معینیت؛
• د مسلکي پالیسیو معینیت ؛
• د شکایتونو د اورېدو معینیت؛
• د مالي او اداري چارو عمومي ریاست
تر اوسه د طالبانو د دې وزارت د محتسبینو د کره شمېر او کلنۍ بودیجې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي. خو د یوناما وروستی راپور ښيي، چې طالبانو په ۲۸ ولایتونو کې له درې زره او ۳۰۰ ډېر محتسبین ګمارلي دي؛ چې په هر ولایت کې په منځنۍ کچه ۱۱۸ تنه محتسبین کېږي.
د یوناما د راپور له مخې، طالبانو یوازې په کابل کې ۵۴۰ محتسبین ګمارلي دي او دغه محتسبین د عامه ځایونو له ګزمې سربېره، په امنیتي او حکومتي ادارو کې هم دندې ترسره کوي. باوري سرچینې آمو ته وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت هر محتسب، له ۱۳ زرو څخه تر ۲۵ زره افغانیو معاش اخلي؛ یعنې د یوه ښوونکي د معاش نږدې دوه برابره معاشونه لري.
د آمو موندنې ښيي، چې د طالبانو ټول محتسبین د دیني مدرسو فارغان او له مذهبي پلوه د حنفي مذهب پيروان دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو شمېر:
• په ټول هېواد کې له درې زره او ۳۰۰ څخه ډېر محتسبین ګمارل شوې دي؛
• یوازې په کابل کې ۵۴۰ محتسبین فعالیت کوي؛
• ټول محتسبین؛ د دیني مدرسو فارغان او د حنفي مذهب پيروان دي؛
• د هر یوه محتسب میاشتنی معاش له ۱۳ زره څخه تر ۲۵ زره افغانیو پورې دی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ټولې صلاحیتونه او ورځنۍ کړنې د « امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون » او دغه راز د « د شکایتونو د اورېدو قانون » په چوکاټ کې تعریف او تنظیم شوي دي. د طالبانو د امر بالمعروف قانون اوس د دوی لپاره د اساسي قانون حیثیت لري، او د شکایتونو د اورېدو قانون بیا د ورځنیو چارو او د هغو مواردو د څېړلو چوکاټ برابروي چې طالبان یې «تخلف» ګڼي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت قوانین:
• د امر بالمعروف قانون: ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري؛
• د شکایتونو د اورېدو قانون: ۲ فصلونه او ۲۳ مادې لري؛
• محتسبینو ته د صلاحیتونو او امتیازاتو سپارل
• پر خلکو په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو د فردي او ټولنیزو محدودیتونو رامنځته کول؛
د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د امر بالمعروف قانون له توشېح وروسته، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو په عملي توګه په محدودوونکو اقداماتو لاس پورې کړی دی؛ لکه د ښځو او نجونو او خبریالانو نیول، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو بندیز، د ښځینه سینګارتونونو تړل، او له محرم پرته له کوره د ښځو وتل او تفریحي ځایونو ته د هغوی پر تګ بندیز.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو صلاحیتونه:
• د ښځو او نجونو نیول؛
• د خبریالانو نیول او د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو بندیز؛
• پر انفرادي او ټولنیزو ازادیو محدودیتونه؛
• د ښځینه سینګارتونونو تړل؛
• د کلینیکونو په ګډون د عامه ځایونو جبري کنټرول.
د هیواد اوسیدونکي وايي چې له یوې میاشتې راهیسې، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین په وسلو سمبال په کابل او د هیواد په نورو ولایتونو کې ګرځي او خلک، په ځانګړي توګه ښځې او نجونې ځوروي. آمو په کابل کې د طالبانو د یوه محتسب غږیز کلېپ ترلاسه کړی دی، چې په ګواښونکي غږ د ګذر وکیلانو ته دا ډول خبرداری ورکوي.
ومو غوښتل چې د امر بالمعروف وزارت د کلنۍ بودیجې، د محتسبینو د چلند، معاش اخیستنې او د دوی د ګمارنې د څرنګوالي په اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو د دې وزارت ویاند د راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب رانه کړ.
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر په ګډون د طالبانو مشر او ځینو چارواکو، په تیرو څلورو کلونو کې په دوامداره توګه د شریعت د پلي کولو په اړه ټینګار کړی دی. خو د هیواد ځینې دیني عالمان او هېوادوال وايي چې طالبانو د اسلام او شریعت په نوم له خلکو انساني او اسلامي ازادۍ اخیستې دي.
