په راتلونکي کتاب کې چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې به خپور شي، پال ډي. میلر، چې د جورج ټاون پوهنتون د بهرنیو خدمتونو په برخه کې د نړیوالو چارو د عملي زدهکړو استاد دی؛ د افغانستان د جګړې شل کلنه دوره؛ او په ۲۰۲۱ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو ناورینامیز پای بیانوي.
د ده کتاب «د ماتې انتخاب: د شلو کلونو کیسه چې امریکا څنګه افغانستان وبایله» د جګړې د کتابونو په اوږده لړۍ کې نوی اثر دی، چې د شلو کلونو پرېکړې، د هغوی منطق او پایلې په تفصیل سره څېړي.
میلر په واشنګټن کې د سټراټیژیکو پالیسیو له ننه ښه بلد دی. هغه د ۲۰۰۷ د سپټمبر څخه تر ۲۰۰۹ د سپټمبر پورې د ملي امنیت شورا د افغانستان او پاکستان د څانګې رییس و، د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) لپاره یې د استخباراتو تحلیلګر په توګه کار کړی او د امریکا د پوځ د پوځي استخباراتو افسر پاتې شوی دی.
د «د ماتې انتخاب» لپاره میلر له لسګونو لوړپوړو پالیسيجوړونکو سره خبرې کړي او د جګړې ټولې سترې پرېکړې یې نقشه کړې، چې ټولیزې پایلې یې یوه څرګنده ماتې وه.
په لاندې مرکه کې چې د «دی ډیپلومات» د مدیریت ایډېټرې کاټرین پوټز ورسره کړې، میلر د افغانستان ماموریت هم د ترهګرۍ ضد جګړه او هم د دولت جوړونې هڅه بولي. خو په پایله کې وایي: «موږ د ماموریت هېڅ برخه په سمه توګه عملي نه کړه، پرته له دې چې څو ترهګر مو ووژل.» هغه د بیروکراسۍ، پاکستان، او د مسئولیت موضوع هم څېړي.
د میلر تر ټولو توند انتقاد د «ریالېزم» پر اکاډمیک مفهوم دی، چې هغه یې «بېهیله او پوچ» ګڼي.
ولې امریکا په لومړي سر کې افغانستان ته راغله؟
اصلي ماموریت څه و؟ ایا متحده ایالات له هغه ماموریت څخه واوښت که یې یوازې په بشپړ ډول تعقیب نه کړ؟
امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو واکمني یې نسکوره کړه ځکه چې طالبانو د ۹/۱۱ له بریدونو وروسته القاعده امریکا ته ونه سپاره. ماموریت دا و چې القاعده عدالت ته وسپارل شي، د هغوی دایمي خوندي ځایونه ختم شي او راتلونکی ترهګري وځپل شي.
امریکا په افغانستان کې دومره اوږده پاتې شوه ځکه چې هېڅکله یې دغه موخې بشپړې نه کړې. القاعده یې په کامله توګه له منځه یو نهوړ، د هغوی خوندي پناه ځایونه یې دایمي ختم نه کړل او د راتلونکو بریدونو پر وړاندې یې کافي تضمین رامنځته نه کړ. امریکا دا هم غوښتل چې یو نوی حکومت په باثباته توګه واک ته ورسوي او د عام نظم سقوط مخنیوی وکړي، ځکه د نړیوالو قوانینو له مخې که یو حکومت نسکورېږي، نو د نظم ساتنه ستا مسؤلیت دی.
دغه دلایل ټول سره تړلي دي: د ترهګرۍ ضد جګړه هغه وخت اسانه ده چې هېواد باثباته او نوی حکومت دوستانه وي. همدا د وتلو اوږدمهاله ستراتیژي وه: افغان حکومت او پوځ جوړول تر څو دوی پخپله د ترهګرو پناه ځایونه له منځه یوسي او امریکا ووځي.
دا هېڅکله د ماموریت پراخېدل نه وو؛ موږ یوازې د ماموریت هېڅ برخه په سمه توګه عملي نه کړه، پرته له دې چې څو ترهګر مو ووژل.
د «امپراتوریو هدیره» افسانه
تاسو د «امپراتوریو هدیره» کلیشه یوه افسانه بللې ده، کومه چې د جګړې پر مهال هم نړیوالو رسنیو او هم ځینو پالیسيجوړونکو تکراروله. دا اصطلاح له کومه راغله او ولې ناسمه ده؟
د «امپراتوریو هدیره» اصطلاح له پخوا شته وه، خو په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره د ۲۰۰۱ د اکتوبر په میاشت کې د «فارن افېرز» په یوه مقاله کې د میلټ بیردن لخوا وکارول شوه. دا یوه جاذبه لرونکې جمله ده او په سطحه داسې ښکاري لکه د درې انګلو-افغان جګړو او د شوروي جګړې تاریخ رانغاړي.
خو دا سم نه دی.
لکه څنګه چې توماس بارفیلډ په خپل کتاب «افغانستان: سیاسي او کلتوري تاریخ» کې یادونه کړې، د ننني افغانستان ډېری سیمې په پرلهپسې ډول د ایران او هند له لوري نیول شوې وې. یوازې یوه تنګه غرنیه سیمه د ننني افغانستان او پاکستان په پوله کې تل له پامه غورځېدلې وه، نه د دې لپاره چې افغانان د چریکي جګړې په مهارت مشهور وو، بلکې ځکه چې د یوه وروسته پاتې ټولنه کې د غرنیو سیمو اداره ډېره ګرانه وه.
خو طالبانو دغه اصطلاح د خپلو تبلیغاتو لپاره په بریالیتوب سره وکاروله او نړیوالو رسنیو هم په سادهلوحۍ سره تکراروله.
د بیروکراسۍ ستونزه
تاسو لیکلي چې د جګړې د ماتې یو لامل «د بیروکراسۍ د عادتونو» اغېزه وه. څنګه د دولت او دفاع وزارتونو بیروکراتیک جوړښتونه د سټراټیژیک فکر خنډ شول؟
بیروکراسۍ د عادي کارونو لپاره جوړې شوې وي. دغه کارونه په کوچنیو برخو ویشل شوي وي، د ترسره کولو ټاکلي طرزالعملونه لري او پایلې یې د شمېر په وسیله سنجول کېدای شي. خو د دولت جوړونې او د بغاوت ضد جګړې ډیزاینول داسې کار نه دی چې معیاري کړنلارې او حسابېدونکي پایلې ولري.
بیروکراسۍ د هغو کارونو لپاره جوړه شوې چې حل یې له مخکې معلوم وي. خو افغانستان یو پېچلی بحران و چې حل یې باید پر ځای وموندل شوی وای. د بیروکراسۍ عادتونه د داسې خلاقانه او انعطاف منونکي ستراتیژیک فکر پر وړاندې خنډ وو، کوم چې افغانستان ته اړتیا وه.
د پاکستان رول
پاکستان په جګړه کې یو تکراري عنصر و. تاسو لیکلي چې د بوش د کلونو پر مهال داسې وخت راغی چې د پاکستان دوهګونې رویې – هممهاله ملګرتیا او دښمني – د امریکایانو لپاره ستونزمنې وې. تاسو څنګه د پاکستان پر القاعده دښمنۍ او د بن لادن په ایبټاباد کې پټېدلو ترمنځ اړیکه بیانوی؟
پاکستان د القاعده پر ضد یو قوي متحد و (خو نه د طالبانو پر ضد)، په ځانګړې توګه په لومړیو کلونو کې. د القاعدې ډېر لوړپوړي مشران د پاکستاني استخباراتو او پولیسو له خوا ونیول شول او یا د هغوی په همکارۍ ووژل شول.
د پاکستان دښمني د القاعده پر وړاندې دومره څرګنده وه چې القاعده د ۲۰۰۳ په کال کې پر پروېز مشرف دوه ځله د وژنې هڅه وکړه.
زه قانع یم چې د پاکستان د دولت ځینې برخې د طالبانو ملاتړ کاوه (لکه څنګه چې سټیو کول په خپل کتاب «ډایرېکټوریټ » کې استدلال کړی)، او کېدای شي ځینې یې وروسته د القاعده سره همکارۍ ته هم غځېدلي وي، کوم چې د بن لادن پټنځای تشریح کړي. خو رښتیا دا ده چې هېڅوک په ډاګه نه پوهېږي.
د مسئولیت موضوع
ډېری کسان هڅه کوي چې د جګړې د ماتې پړه پر نورو واچوي. ستاسې په اند څوک تر ټولو ډېر مسؤل دي؟ ولسمشران، جنرالان، که د امریکا ولس؟
اصلي مسئولیت پر هغو څلورو ولسمشرانو راځي چې دغه جګړه یې پرمخ وړله، خو زه دا هم وایم چې د هغوی انتخابونه د هغه ولس د خوښې انعکاس وو چې هغوی یې واک ته رسول.
د دوحې تړون
تاسو لیکلي چې د ټرمپ ادارې د طالبانو له تړون وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هر یو هڅه کوله چې د پروسې پر وړاندې خپله پړه لرې کړي. ایا د دوحې تړون د جوړېدو طریقه غیرعادي وه؟ او څومره اغېز یې درلود؟
زه به د بولټن خبره راوړم، چې ویلې یې وو ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت پرېکړې هېڅکله عادي نه وې، د دوحې تړون هم په همدې جمله کې راځي.
مورخین به لسیزې د ټرمپ د سپینې ماڼۍ په اړه لیکي چې څنګه یې ټول دودونه مات کړل. د دوحې پروسه پومپیو د ټرمپ په امر د دفاع وزارت او د ملي امنیت سلاکار له اعتراضونو سره سره مخکې یوړه. دا حیرانوونکې ده، ځکه چې کله جګړه کوې، نو عموماً غواړي چې د خپل دفاع وزارت سره همغږي ولرې.
ایا اغېز یې درلود؟
بېشکه. ټرمپ تړون لاسلیک کړ او بایډن عملي کړ. دوحه په مستقیم ډول د امریکا د وتلو او د کابل د سقوط مسؤله ده. ځینې خلک (په ځانګړي ډول پومپیو) غواړي د دوحې تړون له وتلو جلا وبولي، خو دا بېمانا ده. دوحه د وتلو ژمنه وکړه، او هماغه وشول.
د «ریالېزم» نقد
تاسو د «ریالېزم» پر تیوري سختې خبرې کړي، کوم چې په واشنګټن کې ډېری پلویان لري. ولې ریالېزم په وینا مو پوچ دی او بدیل یې څه دی؟
زه تل د «ریالېزم» کلمه په اقتباس کې ږدم، ځکه چې دا په حقیقت کې د نړۍ واقعي انځور نه دی. دا یوه ایډیالوژي ده چې ځان بېطرفه او سخت دریځ ښکاره کوي، خو په اصل کې د اخلاقي ارمانونو ضد دریځ لري. له همدې امله یې زه «بېهیله او پوچ» بولم.
سیاسي ژوند د عدالت، سولې او نظم ګډ تعقیب دی، د هغو خلکو تر منځ چې ګډه خاوره او تاریخ لري. که موږ پر عدالت د امکان باور له لاسه ورکړو او له ارمانونو لاس په سر شو، نو بیا سیاسي ژوند خپله مانا له لاسه ورکوي او سیاست د کورنۍ جګړې څخه نه جلا کېږي.
