افغانستان

طالبانو له جاپانه د خپل نظام د رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

تصویر از نشست خبری سخنگوی طالبان هنگام اعلام طرح پنج‌ساله اداره طالبان.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد له کیودو نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې دوی هیله لري جاپان هم د طالبانو نظام په رسمیت وپېژني.

مجاهد په دې مرکه کې د امریکا د «جګړیزو» تګلارو له دوام څخه نیوکه وکړه او له دې هېواد څخه یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره شرایط برابر کړي.

هغه زیاته کړه: «طالبان له امریکا سره د قوي اړیکو په لټه کې دي او له نورو هېوادونو هم تمه لري چې زموږ د موقت حکومت مشروعیت په رسمیت وپېژني.»

نوموړي د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د نړیوالو نیوکو په ځواب کې وویل: «د نجونو زده‌کړه یوه داخلي مسئله ده او افغانستان خپله ځانګړې کلتور لري. موږ له تاسو غواړو چې مداخله ونه کړئ.»

د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې د هېواد د امنیت ساتل د دوی د «کورنیو تګلارو په لومړیتوب» کې راځي.

د مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې لوېدیځ هېوادونه، په ځانګړي ډول امریکا، جاپان او ډېری اروپايي هېوادونه، تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د بشري حقونو نقض، په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړې ځنډول او د ښځو د کار محدودیتونه، یې د رسمیت پېژندنې مخکېنی شرط بللی دی.