د خوست ولایت له ملکي روغتون څخه سرچینې وايي چې یو ځوان د سختو اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله زهر خوړلي دي.
سرچینو د وږي پر اتمه (شنبه) رسنیو ته وویل، دغه ځوان پرون ماښام په لاره کې زهر خوړلي وو او د شپې نورو کسانو د بېهوشۍ په حالت کې موندلی او سمدستي یې روغتون ته لېږدولی دی.
د ډاکټرانو په وینا، د ځوان معده او د بدن نور غړي د زهرو له امله سخت زیانمن شوي او اوس یې د ژوند حالت نازک دی. سرچینې زیاتوي، ډاکټرانو د هغه د اوږدمهاله بقا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ځوان د کورنۍ غړو ویلي، دوی د درملنې لګښت نه لري او د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب دی. د سرچینو په وینا، د ځوان مور روغتون کې په بې وسۍ د خپلو نورو زامنو سره د اړیکو هڅې کولې.
لا تر اوسه د یاد ځوان د اوسېدو کره سیمه نه ده څرګنده؛ خو سرچینې وايي چې هغه د خوست په یوه سیمه کې د کرایې په کور کې ژوند کولو.
په افغانستان کې د وروستیو کلونو ناوړه اقتصادي وضعیت د غلاوو، ماشوم تښتونو او ځان وژنو پېښې ډېرې کړې دي؛ خو د بشري حقونو فعالان وايي چې طالبان دغه پېښې له رسنیو سره نه شریکوي.
