د برېتانیا مشهوره لیکواله جولیا هارټلي ـ بروور د دغه هېواد په کډوالي سیاستونو کې د بدلون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې حکومت باید د خپلو وګړو هوساینې ته تر هر څه لومړیتوب ورکړي.
هغې په خپله تبصره کې ټینګار کړی چې که څه هم برېټانیا د تېرو جګړو او کړکېچونو پر مهال زرګونه بهرنیانو ته پناه ورکړې، په ځانګړي ډول هغو افغان ژباړونکو ته چې د جګړې پر مهال یې له برېټانوي ځواکونو سره کار کړی و؛ خو اوس د پناهغوښتونکو د زیاتوالي پر وړاندې د خلکو زغم کم شوی دی.
بروور لیکلي: «موږ تل د جګړې او ظلم له قربانیانو ملاتړ کړی، افغان ژباړونکي، یا یه وروستيو کلونو کې اوکرایني کورنۍ یې ښه بېلګې دي؛ خو دا د دې مانا نه لري، چې هر څوک حق لري برېټانیا ته راشي او دلته پاتې شي».
د افغان کډوالو د برخلیک یادونه په داسې حال کې کېږي چې په تېرو کلونو کې د افغانستان زرګونه وګړي د طالبانو د واکمنېدو له امله د برېټانیا د پناهغوښتنې پروګرامونو ته مخه کړې. د هغوی یوه لویه برخه لا هم د قانوني اسنادو، استوګنې او د کورنیو د یوځای کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
یو شمېر افغان ژباړونکي چې د برېتانوي پوځونو ترڅنګ یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، اوس هم له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو انتظار باسي. د هغوی په وینا، د ژوند امنیتي ګواښونه یې لا هم پر ځای پاتې دي، خو د برېتانیا د مهاجرتي پالیسۍ د بدلونونو له امله د هغوی راتلونکی نامعلوم ښکاري.
