کډوالي

په یوه ورځ کې ۷۸۶۵ کډوال له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون احصایې ښيي چې د کډوالو د ایستلو په دوام، د یکشنبې په ورځ، د وږې دویمه نېټه، ۴۵۱۵ تنه له پاکستان او ۳۳۵۰ تنه له ایران څخه ایستل شوي دي.

په همدې حال کې، له پاکستان څخه د کډوالو ایستل بیا زیات شوی دی. په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۳۵۰۰ تنه له دې هېواد څخه بیرته راستون شوي دي، په داسې حال کې چې له دې مخکې ورځنۍ شمېره له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې وه.

خو له ایران څخه د کډوالو ایستل په تېرو څو اوونیو کې په همدې کچه پاتې دی.

د شنبې په ورځ، د وږې لومړۍ نېټه، ۳۳۸۱ تنه د تورخم او سپین بولدک له پوله هېواد ته ستانه شوي ديږ یوه ورځ وړاندې هم ۳۳۸۹ تنه یا ایستل شوي او یا په خپله خوښه بېرته راستانه شوي، په داسې حال کې چې د زمري په ۳۰مه نېټه دا شمېر شاوخوا دوه زره تنه و.

د رسمي احصایو له مخې، ایران د روان کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه دوه میلیون افغانان ایستلي دي. پاکستان هم د زمري تر ۳۰مې نېټې پورې شاوخوا ۵۹،۹۲۷ تنه بیرته ستنولي دي، چې د ۲۰۲۵ کال د ۱.۲ میلیونه اخراج شویو کسانو ۴.۹٪ جوړوي؛ چې زیاتره یې له ایران څخه دي.

دا پراخې ستننې، زرګونه کسان یو داسې هېواد ته بېرته راولي چې له بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او د ښځو او نجونو پر وړاندې سختو محدودیتونو سره مخ دی، له جملې یې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځی او پوهنتون ته د زده کړې بندیزونه شامل دي.