د خوست ملکي روغتون څخه سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې په تېرو ۱۴ ورځو کې د ځان وژنې ۴۳ هڅې او پېښې ثبت شوي دي.
سرچینو یکشنبه د وږي په ۲یمه وویل، چې یادې پېښې بیلا بېل لاملونه لري، خو اکثریت پېښې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او روحي فشارونو له امله رامنځته شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې په یادو ۴۳ ثبت شویو پېښو کې یې ځینې کسان د ډاکټرانو لخوا ژغورل شوي هم دي.
د سرچینو په خبره، په یاد ولایت کې د طالبانو د حکومت لخوا د ځان وژنو د پیښو په رسنیز کېدو او ښکاره جنازه اخیستو بندیز لګېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد دننه د ځان وژنو، علاوو او ماشوم تښتونې پېښې زیاتي شوي، چې په مخنیوي کې یې د طالبانو حکومت هم پاتې راغلی دی.
