د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږی ۱ – د ۸ بجو خبرونه

هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو تېره ورځ د یوه وژل شوي کس جسد؛ په عام محضر کې په دار وځړاوه.

په هغه ویډیو کې چې له دې پېښې خپره شوې، د طالبانو یو غړی وژل شوی کس د مخالفې جبهې غړی بولي او ادعا کوي چې نوموړي د طالبانو دوه غړي یې وژلي و.

د طالبانو دغه کړنه، د ډېرو له لوري د صحرایي محکمې په توګه یاده شوې او ویل شوي چې دا ډول چارې د بشري حقونو له ټولو موازینو سره په ټکر کې دي.

خو په هرات کې د طالبانو امنیه قومندانی بیا د وژل شوي کس په اړه په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې یاد کس، په غلا تورن و.