افغانستان

په کندهار کې د طالبانو اوو والیانو ترمنځ غونډه ترسره شوه

د کندهار ښار

کندهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوو ولایتونو واليانو د «همغږۍ» په موخه په دې ښار کې غونډه ترسره کړې ده.

په دې غونډه کې د کندهار، کابل، هرات، ننګرهار، کندز، پکتیا او بلخ لپاره د طالبانو والیاتو ګډون کړی و.

د کندهار د والي د دفتر د خبرپاڼې له مخې، ګډونوالو د خپلو ولایتونو د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې کړې او د ستونزو د حل لپاره پرېکړې شوې دي.

دغه راز په غونډه کې د امنیتي مسایلو، بیارغونې، نظامي او ملکي تشکیلاتو، او د پروژو د پلي کېدو د څارنې په اړه هم بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د خپل نفوذ ساتلو لپاره غونډې او پرېکړې په کندهار کې ترسره کوي.