امنیت

سرچینې: طالب وسله‌والو د جمهوري نظام د یو سرتېري ورور مرګونی وهلی دی

له پکتیکا ولایت څخه سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یو ډله طالب وسله‌والو د جمهوري نظام د یو سرتېرې په کور هجوم ور وړی او د هغه ورور یې مرګونی وهلی دی.

سرچینو جمعه د زمري په ۳۱مه وویل، چې یاده پېښه تېره ورځ د پکتیکا اړوند خیرکوټ ولسوالۍ په سګاني کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې ډاکټر محمد عثمان یوه ورځ وړاندې له کابل څخه خپل کلي ته د ورور واده ته تللی و، چې يوه ډله طالب وسله‌والو یې په کور برید وکړ او نوموړی یې سخت وهلی دی.

د نوموړي کورنۍ ادعا کړې، چې د موسی‌خان په نوم طالب جنګیالي د دوی په کور هجوم ور وړی او د دوی د کورنۍ غړی یې د بل ورور د پخوانی نظامي دندې له کبله وهلی ډبولی دی.

سرچینې همد راز زیاتوي، چې د نوموړي کورنۍ پخوانی نظامي له وطن څخه وتلی او کورنۍ یې دلته مېشته ده.

د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ  د پخواني نظام یو معیوب سرتېری د خپلې مور تر سترکو وړاندې ووژل شو.