کډوالي

برېټانیا کې د افغان وګړو د پټو معلوماتو د بربنډېدو لسګونه نوې پېښې ثبت شوي

تصویر از آرشیف.

د برېټانیا د دفاع وزارت ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې برېټانیا ته د افغان وګړو د لېږد او د غوښتنلیکونو د څېړنې په برخه کې ۴۹ د «پټو معلوماتو د بربنډېدو» پېښې ثبت شوي دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، له دغو پېښو څلور یې مخکې علني شوې وې، چې په کې د ۲۰۲۲ کال هغه ایکسل فایل هم شامل و چې د شاوخوا ۱۹ زره افغان وګړو معلومات یې بربنډ (افشا) کړل.

د برېټانیا د معلوماتو د څار ادارې هغه مهال دا پېښه «تصادفي تېروتنه د عادي څېړنیزو مرحلو د نه مراعت له امله» بللې وه او ټینګار یې کړی و چې دا د «پراخې سرغړونې فرهنګ» نښه نه ده.

خو د افغان زیانمنو وګړو وکیلان وايي، تازه شمېرې ـ چې بي بي سي د د معلوماتو د آزادۍ قانون له لارې ترلاسه کړي ـ د دې بیا مېشتولو پروګرام کې د معلوماتو د خوندیتوب د ضعف په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د دفاع وزارت د دغو پېښو جزئیات نه دي خپاره کړي، خو پخوانۍ افشا شوې قضیې د غوښتونکو د ایمېل ادرسونو یا شخصي معلوماتو د ناپامه استولو پېښې وې.

عدنان ملک، د «بارنګس لا» حقوقي مؤسسې د معلوماتو د ساتنې مشر چې د ۲۰۲۲ کال د تر ټولو لویې افشا پېښې په تړاو د سلګونو افغان وګړو استازیتوب کوي، بي بي سي ته ویلي: «هغه څه چې د یوه یوازیني پېښې په توګه پیل شول او دفاع وزارت یې په لومړي سر کې د عامو خلکو له سترګو پټ ساتل غوښتل، اوس د ناوړه ناکامیو یوې لړۍ ته اوښتي دي.»

نوموړي د دفاع وزارت د بشپړې شفافیت غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «قربانیان باید یوازې د محکمې یا د رسنیو د راپورونو له لارې له حقیقت نه خبر نه شي.»

د افغانانو د انتقال او مرستې پروګرام  د ۲۰۲۱ اپرېل کې د هغو کسانو لپاره جوړ شو چې د برېټانوي ځواکونو سره د همکارۍ له امله له خطر سره مخ وو، خو دغه پروګرام د روان کال په جولای کې پای ته ورسېد.