امنیت

خوست کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی

له خوست ولایت څخه ځایي سرچینې آمو ته وايي، چې نن چهارشنبه د خوست په ښار کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی دی.

سرچینو ویلي، چې یاد ځوان بهار ګل نومېدو او د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی و.

سرچینې زیاتوي، چې نوموړي کس هېڅ کوم شخصي دښمني نه درلوده.

د سرچینو په وینا، له دغه کس څخه دوه میرمنې او لس زامن یتیمان پاتې شوي.

سرچینې همدراز زیاتوي، چې دغه کس د ښار په منځ کې وژل شوی او وسله‌وال کسان د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په ټولو ولایتونو کې نامعلومو وسلوالو وژنې، غلاوې، د کم عمره ماشومانو تښتونې او شپنی غلاوې هغه څه دي چې په دې وروستیو کې خلک د خپل سر او مل خوندیتوب ته اندښمن کړي دي.