د ملګرو ملتونو کارپوهان د طالبانو د عادي کېدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي چې د طالبانو عادي کېدل تبعیض او ظلم ته د مشروعیت ورکولو لامل ګرځي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، په داسې حال کې چې ښځې او نجونې د نورو په پرتله د طالبانو د ځپلو له امله ډېرې ځورېږي، نورې ډلې هم د بشري حقونو له جدي او هدفمندو سرغړونو سره مخ دي.
له بلې خوا، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې افغانستان خوندي نه دی او د کډوالو جبري ایستل باید سمدلاسه ودرول شي.
د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کالیزې په مناسبت، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، د ملګرو ملتونو له ۲۵ نورو کارپوهانو سره، په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د عادي کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په افغانستان کې د طالبانو ځپل یو عیني واقعیت دی او باید د اعتدال او بنسټ جوړولو لپاره ومنل شي ځکه بله لاره نشته او دا خطرناک او ګمراه کوونکی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو عادي کول، چې په منظم ډول د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس تر څار لاندې راولي او مخالفتونه خاموشوي، نه بدلون راولي، نه اصلاح. بلکې دا چاره یوازې تبعیض او ځپلو ته مشروعیت ورکوي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د طالبانو عادي کول، چې په منظم ډول د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس تر څار لاندې راولي او مخالفتونه خاموشوي، نه بدلون راولي، نه اصلاح. بلکې دا چاره یوازې تبعیض او ځپلو ته مشروعیت ورکوي.»
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د انسانیت پر وړاندې جرم بللی دی، او زیاته کړې یې ده چې دا قانون د جنسیتي تبعیض او ظلم یو بنسټیز سیسټم پلي کولو ته دوام ورکوي، او ښځې او نجونې یې سخت محدود کړي دي.
د بشري حقونو ځینې فعالان وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون ښځې او نجونې سختې محدودې کړي دي.
د طالبانو کاري محدودیتونو هم په افغانستان کې د ښځو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي، هغه محدودیتونه چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم غندلي دي.
ځینې هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې دي وايي چې د طالبانو د بندیزونو له امله په سخت حالت کې دي.
د دې خبرپاڼې په یوه برخه کې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو لخوا د افغان وګړو د بدني سزا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښیې چې په ۲۰۲۵ کال کې، څلور کسان په عام محضر کې اعدام شوي او څه کم ۵۸۶ کسان، چې ۱۰۷ یې ښځې دي، په دُرو وهل شوي دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې افغانستان یو خوندي هیواد نه دی او د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه باید سمدلاسه ودرول شي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بینټ، وايي: «زه او د ملګرو ملتونو ۲۵ نور کارپوهان د افغانانو د دوامداره راستنېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو او ټینګار کوو چې افغانستان د جبري ایستلو لپاره خوندي هېواد نه دی – په لویه کچه جبري راستنېدل باید سمدلاسه ودرول شي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله وروسته، په افغانستان کې مدني فضا ویجاړه شوې او د بشري حقونو مدافعین، په ځانګړي توګه د ښځینه بشري حقونو مدافعینې، له خپل سري نیولو ، ځورونې، شکنجې او ناوړه چلند سره مخ دي.
