له هرات ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د دغه ولایت په کمرکلاغ سیمه کې د یو شمېر تېل پلورونکو کانټینرونو تر څېرمه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه پېشه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې، خو د اور وژنې ډلې سیمې ته رسېدلي او اورلګېدنه کنټرول شوې ده.
سرچینو ویلي چې په دې پېښه کې هېڅ ډول ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي او د اور د خپرېدو مخه شاوخوا سیمو ته هم نیول شوې ده.
خو د اورلګیدنې اصلي لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او څېړنې په دې تړاو دوام لري.
