د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په پکتيا او خوست ولایتونو کې يې د «قتل، زنا او نامشروع اړیکو» په تور درې کسان په دورو وهلي دي.
دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د پکتیا لايت وزه ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې پر بنسټ يو کس د قتل په تور ۳۰ دورې وهل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس نن (چهارشنبه، د زمری ۲۲مه) په دورو وهل شوی او پر یوه کال بند هم محکوم شوی دی.
په یو جلا خبرپاڼه کې راغلي، د خوست ولایت د عليشېر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسان د «قتل، زنا په تور او نامشروع اړیکو» په تور تېره ورځ (سهشنبه، د زمري ۲۱مه) ۳۹-۳۹ دورې په ترتیب سره ووهل شول. د خبرپاڼې پر بنسټ، یاد کسان پر ۳ـ ۳ کاله بند هم محکوم شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې تېره ورځ ویلي، چې په کابل کې یې ۱۶ کسان په دورو وهلي دي.
طالبانو دا کسان د نشهیي موادو د خرڅلاو او قاچاق په تور، چې په کې «زیکاپ، تابلیتک، چرس او مشروبات الکلي» شامل دي، محکوم کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې، چې د وري میاشتې له ١٢مې نیټې د چنګاښ تر ١٩مې موده رانغاړي، ویلي چې طالبانو په دې موده کې د بادغیس، نیمروز او فراه په ولایتونو کې څلور کسان د خلکو د سترګو په وړاندې اعدام کړي دي.
یوناما په دغه راپور کې همداراز ویلي چې طالبان په علني توګه د خلکو د بدني مجازاتو یا دورو وهلو لړۍ په اوونیز ډول روانه ساتلې، او په دې موده کې یې ۲۳۴ تنه — چې ۱۸۵ نارینه، ۴۸ ښځې او یو ماشوم پکې شامل دي — په دورو وهلي دي. یوناما څرګنده کړې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ له میاشتې راپه دېخوا طالبانو په غزني، لغمان، فراه، جوزجان او پکتیا ولایتونو کې د اعدام نورې شپږ پېښې هم ترسره کړې دي.
