د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د زمري ۲۱ – د ۸ بجو خبرونه

حنیف اتمر وايي چې متحده ایالاتو او طالبانو په قصدي ډول د دوحې هوکړه لیک د پابندۍ ژمنې له پامه غورځولې دي.

د پخواني حکومت وروستی د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې د دوحې هوکړه لیک درې ژمنې چې له ترهګرۍ سره مبارزه، د سولې خبرې اترې او د دایمي اوربند سره د نوي اسلامي دولت جوړول دي هیڅکله نه دي عملې شوي.

د ښاغلي اتمر په وینا، د جمهوري نظام بحراني سقوط د مخنیوي وړ و.

حنیف اتمر همداراز وايي چې پخواني حکومت او سیاسي مشرانو له افغانانو سره خیانت وکړ او د جمهوري نظام د سقوط اصلي عاملین وو.

هغه د افغانستان د پخواني حکومت او سیاسي مشرانو څخه د حساب‌ورکولو غوښتنه کړې ده.