له خوست ولایت څخه ځایي سرچینې وايي، چې تېره ورځ (یکشنبه، د زمري ۱۹مه) په دغه ولایت کې يوه تنکي ځوان ځان وژنه کړې ده.
سرچینو ویلي، چې یاده پېښه پرون مازیګر په تریزیو علیشیرو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې یاد ځوان په ټوپک ځان ویشتلی دی او وژل شوی دی.
د سرچینو په خبره، یاد ځوان بلال نومېږي او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی وو.
سرچینې همدا راز زیاتوي، چې تراوسه د یاد ځوان د ځان وژنې دقیق علت معلوم نه دی، خو په دې وروستیو کې د ځوانانو ترمنځ د نامعلوم راتلونکي، بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ناهیلي زیاته شوې ده.
سرچینې همدا راز ټینګار کوي، چې د طالبانو حکومت د یادو پېښو د مخنیوي پر ځای هڅه کوي، چې یادې پېښې دروغ ثابت کړي او په رسنیو کې یې د نشر مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده، چې له دې پېښې یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ هم په دوو جلا پېښو کې یو هلک او یوې جلۍ ځان وژنه کړې وه.
