د تهران والي وايي چې په تېرو سل ورځو کې، له ایران څخه له یو میلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوې دي. محمد صادق معتمدیان ټینګار کوي چې نږدې ۴۵۰ زره کډوال یوازې له تهران څخه ایستل شوي دي.
د هغه په وینا، په ایران کې د افغان زدهکوونکو شمېر هم له ۲۲۰ زره څخه څه باندې اویا زرو ته راکم شوی دی. بل خوا، یو شمېر هغه کډوال، چې په وروستیو ورځو کې له ایران څخه راستانه شوي، وايي چې د ایران د پولیسو یو شمېر مامورین د هغوی د سترګو وړاندې د دوی خپلوان سخت وهلي او ډبولې دي.
د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام قلعې سفري نقطه، د هغو راستنېدونکو افغانانو د شمېر د کمېدو شاهد دی، چې له ایران څخه راځي؛ د طالبانو د شمېرو له مخې، پرون له دې لارې د راستنېدونکو افغانانو شمېر، له ۱۷۰۰ کسانو څخه هم کم و.
د راستنېدونکو کډوالو دا کمه شمېره داسې مهال ده، چې د جولای میاشتې په لومړیو ورځو کې، هره ورځ شا او خوا دېرش زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته را اوښتل.
تازه، ایران کې د تهران والي ویلي چې په تېرو سل ورځو کې له ایران څخه تر یو میلیون ډېر افغان کډوال ایستل شوي چې له دې ډلې یوازې ۴۵۰ زره کسان له تهران څخه وتلې دي. د ده په خبره، د بې اسناده کډوالو په ایستلو سره، د ایران په ښوونځیو کې د کډوالو زده کوونکو شمېر له ۲۲۰ زرو څخه تر شاوخوا ۷۰ زرو ته راکمه شوې ده.
د تهران والي، محمد صادق معتمدیان، وايي: «موږ په تېرو سلو ورځو کې له ټول ایران څخه له یو میلیون ډېر افغان کډوال ایستلي، چې له دې شمېرې شاوخوا ۴۵۰ زره کسان یوازې په تهران پورې تړاو لري، چې پکې هم د جبري ایستلو پېښې شاملې دي او هم په خپله خوښه د ستنېدو لړۍ شامله ده.»
خو له ایرانه راستانه شوي افغان کډوال، په ډک زړه افغانستان ته راستانه شوې دي.
دلته د هرات د مسافر وړونکو موټرو په تم ځای کې، یو افغان کډوال چې تازه له ایران څخه راستون شوی دی، ادعا کوي چې له ایران څخه د وتلو پر مهال یې دولس کلن ورور له لاسه ورکړ.
یو شمېر نور افغان کډوال وايي، چې د ایران د پولیسو له لوري د افغانانو د وهلو ټکولو او د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله په کمپونو کې د د یو شمېر کډوالو د مړینې شاهدان پاتې شوي دي.
تازه ګل وايي: «په سنگ سفېد کې کې دوه کسان د ګاز د خپرېدو له امله مړه شوي دي. تاسو سرحد ته لاړ شئ او وګورئ چې وضعیت څنګه دی.»
سلیمان وايي: «د فاریاب د ځوانانو شپږ تنه وو، درې یې له پولو تېریدلي، او درې نور یې د ایران پولیسو نیولي دي. یو له پولیسو مأمورانو د یوې ځوان سر د ټوپک د غاړې سره ووهه، هغه ځوان مړ شو. هغه کس چې ژوندي پاتې شو، اردوګاه اورمیه ته وسپارل شو، او شهید هلته پاتې شو. موږ چې له افغانستان څخه ایستل شوي وو، بیا ونه شو توانیدل چې ایران ته لاړ شو او شهید راوړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران حکومت، د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې،، د افغانانو د ځورونې او شکنجې ادعاوې ردوي او چارواکي یې ادعا کوي، چې د افغانانو د ایستلو بهیر په ډېرې درناوی سره روان دی، خو کډوال بیا د ایراني چارواکو د ادعاوو برعکس، له ځورونې او بډې اخیستنې شکایت کوي.
