کابل کې یو شمېر آرایشګرانې ادعا کوي، چې د کابل امنیتي حوزو یو شمېر طالب ځواکونه له دوی سره د ناوړه چلند تر څنګ، غیر اخلاقي وړاندېزونه هم کوي.
دغه آرایشګرې ښځې له آمو سره په خبرو کې دا ادعا هم کړې، چې یو شمېر طالبانو له دوی سره په اړیکه کې، له دوی د شخصي او غیر اخلاقي ملاقاتونو غوښتنه کړې ده.
د آمو د دغه ځانګړي راپور په دوام کې، یو شمېر هغه ښځې چې دغو پټو سینګارتونونو ته د سینګار لپاره ورغلې وې، وایي چې طالبانو د سینګارتونونو د پلټنې پر مهال، دوی یې په بد اخلاقۍ تورنې کړې دي.
په دغه راپور کې زموږ همکارانو دا هڅه کړې ده، چې د طالب چارواکو غبرګون هم له ځانه سره ولري، خو د طالبانو ویاند، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند او کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند، د دغه راپور تر خپرېدو پورې د آمو پوښتنې بې ځوابه پرېښې دي.
