کډوالي

الماني رسنۍ: جرمني د لا زیاتو افغان کډوالو د ایستلو په هڅه کې دی

الماني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت هڅه کوي څو له جرمني څخه د لا زیاتو افغان کډوالو د ایستلو لپاره نوې طرحه جوړه کړي.

که څه هم رسنیو د دې پلان دقیق جزئیات نه دي وړاندې کړي، خو ویلي یې دي چې د سرحدي کنټرول پیاوړتیا هم د دوبریندت د کاري اجنډا یوه برخه ده.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې تر دې وړاندې هم د جرمني له لوري افغانستان ته د کډوالو ایستل د بشري حقونو د مدافعینو او نړیوالو حقوقي بنسټونو له پراخو نیوکو سره مخ شوی و.

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۱م کال راهیسې جرمني دوهم ډله‌ییز ایستل ترسره کړي و، چې پکې ۸۱ افغانان شامل وو. دغه کسان د چنګاښ میاشتې په ۲۷مه، له جرمني څخه افغانستان ته واستول شول.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې دغه ۸۱ کسان چې یو شمېر یې د ایستلو قطعي حکم درلود او یا یې مخکې جرمي مخینه لرله، د لایپزیګ له هوایي ډګر څخه د یوه ځانګړي الوتکې له لارې واستول شول.

سیاسي او ډیپلوماټیکې ننګونې

د کډوالو چټک ایستل له خنډونو سره مل دی، ځکه چې جرمني تر اوسه له طالبانو سره رسمي ډیپلوماتیکي اړیکې نه لري. طالبان د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض له امله له نړیوال انزوا سره مخ دي.

آلمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، او یوازې د قطر له لارې له دوی سره محدودې اړیکې لري.

تر دې وړاندې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې له «فوکوس» مجلې سره ویلي وو: «موږ باید له افغانستان سره مستقیم تفاهم ته ورسېږو، څو د تابعیت لرونکو اشخاصو د بېرته ستنولو بهیر پرته له منځګړي اسانه کړو.»