طالبان وايي، چې د اسلامکلا په پوله د کډوالو د راستنېدو بهیر په بې ساري کم شوی دی.
هرات کې د طالبانو د کلتور د ادارې رئیس احمدالله متقي وايي، په تېرو دوو ورځو کې یوازې ۱۳ زره کډوال له دغه پولې هېواد ته راغلي دي.
په داسې حال کې چې د تېرې میاشتې په لومړیو کې دغه شمېر په ورځنی کچه تر ۳۵ زره کسانو هم رسېده.
متقي په خپله د اېکس پاڼه لیکلي چې په تېر یو نیم میاشت کې ټولټال ۸۴۵ زره او ۶۵۵ کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری یې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان له خاورې ستنېدلي دي.
هغه ټینګار کړی چې د کډوالو د ستنېدو بهیر «لا هم نه دی درېدلی»، خو د تېرو اوونیو او میاشتو په پرتله په څرګنده کچه کم شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې ستنېدونکو کډوالو ته د لومړنیو خدمتونو لکه د خوراکي توکو وېش، نغدې مرستې، د څښاک اوبو برابرول او نورې بشري مرستې لا هم روانې دي.
په وروستیو میاشتو کې د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو د شړلو او بېرته ستنولو لړۍ زور اخیستی. ګڼ راپورونه ښيي چې ډېر افغان کډوال، حتی هغه کسان چې کلونه یې په دغو هېوادونو کې ژوند کړی او یا یې د استوګنې قانوني اسناد نه لرل، په جبري ډول افغانستان ته ستنېدلي دي.
سره له دې چې طالبان د کډوالو د ستنېدو د بهیر د مدیریت خبره کوي، مرستندویه بنسټونه د ستنېدونکو د استوګنې او د کار زمینې د نه برابرېدو په اړه اندېښنې لري.
