د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو عمومي رئیس، جعفر سیدآبادي وایي، د روان هجري لمریز کال له پیل څخه د زمري تر ۱۱مې نېټې پورې، ۷۹۰۱۰۰ افغان کډوال یوازې د دې هېواد د دوغارون له پولې ایستل شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د دوغارون پولو ته د سفر پر مهال کړې دي. هغه ویلي: «د ایران دولت او ولس په تېرو څلورو لسیزو کې د ګاونډیتوب او مېلمستیا حقونه ښه پوره کړي، او ثابته کړې یې ده چې لا هم د افغانستان د ولس تر څنګ ولاړ دي.»
سیدآبادي ټینګار کړی چې د هر هېواد د وګړو قانوني راتلل ایران ته، د دې هېواد د دولت مهمه تګلاره ده، او هغه کسان چې په قانوني ډول ایران ته ننوځي، له «ټولو مخکې له مخکې ټاکل شويو خدمتونو» څخه برخمن کېږي.
نوموړي ویلي، نړیواله ټولنه باید له ایران څخه د بې اسناده کډوالو د ایستلو موضوع ته «ځانګړې پاملرنه» وکړي. هغه زیاته کړه: «د ایران اسلامي جمهوریت له نړیوالې ټولنې دا تمه لري چې د دومره زیاتو خدمتونو په بدل کې دې، دوی هم دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»
د خراسان رضوي د بهرنیو اتباعو او کډوالو عمومي رئیس دا هم تائید کړه چې د ایران او اسراییلو تر منځ د ۱۲ ورځني جنګ وروسته، له دې هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر زور اخیستی دی.
له بلې خوا هغه وویل چې د طالبانو د هرات والي د خراسان رضوي ولایت له چارواکو سره د سفر پر مهال یو شمېر اقتصادي او پانګوالو تفاهملیکونه لاسلیک شوي، چې دا به «په سرحدي سیمو کې د دوامدارو کارونو د رامنځته کېدو» زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې، یو شمېر له ایرانه شړل شوي افغان کډوال وايي چې د جبري شړلو پر مهال له «وهلو ټکولو، د مالونو له ضبط، غیر انساني چلند او توهین» سره مخ شوي دي.
