کډوالي

ایران په یوه ورځ کې ۶۰۱۸ افغان کډوال ایستلي

انځور له ارشیف څخه

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون وايي، چې د تیرې ورځې (یکشنبه، د زمري ۱۲مې) په ترڅ کې ۶۰۱۸ افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

د دې کمېسیون په وینا، دغه کډوال د اسلام‌کلا او ورېښمو پل له لارو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

له دې سره هم‌مهاله، د دې کمېسیون د معلوماتو له مخې، پاکستان هم ۴۵۰ افغان کډوال، په اختیاري او جبري ډول، له هېواده ایستلي دي.

یاد کډوال د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له پولو هېواد ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د آمو خبري بنسټ د طالبانو د کډوالو د عالي کمېسیون د ورکړل شويو معلوماتو له مخې موندلي، چې په تېره یوه اونۍ کې (د زمري له ۴مې تر ۱۰مې پورې) ۸۵،۳۱۲ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي. دا شمېرې ښيي چې په منځني کچه هره ورځ له ۱۰ زرو څخه زیات کسان شړل شوي دي.

د دغو معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۳۱۸۹ تنه نور له پاکستانه، په جبري او اختیاري ډول، له هېواده ایستل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت مسؤلینو د دې وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال په کابل کې ویلي، چې په وروستیو دریو میاشتو (ثور، جوزا، سرطان) کې ۱.۸ میلیونه تنه له ایران څخه ایستل شوي دي.

بل‌خوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې تر د روان میلادي کال د جون تر ۳۰مې پورې، نږدې ۱.۲ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.